د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: طالبان د بندیانو ساتلو وړتیا او د قضا اهلیت نلري


عکس (ارشیف) د طالبانو بند کې افغان سرتیري
عکس (ارشیف) د طالبانو بند کې افغان سرتیري

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وسله وال طالبان د بندیانو د ساتلو وړتیا او د قضاء اهلیت نه لري.

امنیت شورا د طالبانو لخوا د بندیانو د شکنجې په اړه د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان راپور په تائید سره ویلي چې د طالبانو له زندانونو څخه ازاد شوي کسان تعذیب شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ نن دوشنبه مارچ ۱۵ (کب ۲۵) په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "له بندیانو سره د طالبانو د چلند په هکله د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وروستۍ پلټنې او څرګندونې پر ځای دي. هغه بنديان چې د امنيتي او دفاعي سرتېريو په عملياتو کې را خلاص شوي، څرګنده شوې چې دوی تعذيب شوي، په لوږه، تنده، تياره، يخ، ګرمي او نورو تکليفونو کې ساتل شوي."

افغان حکومت له بندیانو سره د طالبانو چلند له شریعت او بشري اصولو خلاف بللی او زیاته کړې ده چې ځينې په وهلو کې وژل شوي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ زیاته کړې: "طالبان د بندیانو د ساتنې لپاره هيڅ ډول امکانات، ځای، د ساتلو وړتيا، د مدافع وکيل ګمارلو زمينه او د قضا اهليت نه لري."

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او ملي امنیت شورا د ویاند د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما هم په ۱۳۹۸ کال کې د وسله والو طالبانو په توقیف خونو کې له بندیانو سره د ناسم چلند د رپوټونو په اړه جدي اندېښنه ښودلې وه.

یوناما د دې ترڅنګ په روان ۱۳۹۹ کال کې د افغان حکومت په زندانونو کې هم د بندیانو د شکنجې او ربړونو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ پخپل راپور کې ویلي و که څه هم د افغانستان په توقیف ځایونو کې د شکنجې کچه درې سلنه کمه شوې، خو زیاته کړې وه چې لا هم د بندیانو حقوق له پامه غورځول شوي دي.

XS
SM
MD
LG