د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په شاه ولي کوټ کې ۷ ملکیان وژلي او لس ګونه نور يې یرغمل کړي


د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د یرغمل شویو ملکي خلګو له ډلي څخه يې د ۷ تنو وژل شویو کسانو جسدونه ځايي خلکو تر لاسه کړي او د پاته لس ګونو کسانو سرنوشت لاهم ندی معلوم.

ځايي مقامات وايي چي له تیري چهار شنبې د ورځي راهیسی په بیلا بیلو وختونو کې د دولت وسله والو مخالفینو د یادي ولسوالۍ ماڼو، چینار او ځینو نورو کلیو ځايي اوسیدونکې له ځان سره یرغمل کړي.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني وايي لمړني معلوماتو ښيي چي د سیمي له ځايي اوسیدونکو څخه د دولت وسله والو مخالفینو دحکومت پرضد د اقدام غوښتنه لرله چې ځايي خلکو ورسره نده منلې.

د یرغمل شویو کسانو ټول شمېر ۷۰ تنه ښودل کېږي چي له ډلي څخه يې ۲۰ تنه خوشي شوي او ۷ تنه يې وژل شوي.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې یرغمل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او له دولت سره يې هیڅ راز اړیکي نلرلې.

ځينو خپلواکو منابعو امریکاغږ ته تائید کړه چې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د یادو سیمو اوسیدونکو د دولت د وسله ولو مخالفینومالي غوښتنو ته منفي جواب ویلی وو او هڅه يې کوله چې د خپلي سیمي د امنیت لپاره خپل لاس په کار شي.

بلي خواته د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسیون په یوه اعلامیه کې د ملکي خلګو پر یرغمل کیدو او وژل کیدو خواشیني ښودلې.

یاد کميسیون په اعلامیه کې یاد عمل جنګي جنایت بللی او د دولت پر وسله والو مخالفینو يې ږغ کړی چي ژر تر ژره دي یرغمل شوي ملکي خلګ ازاد کړي.

خپله د دولت وسله والو مخالفینو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG