د لاس رسي وړ اتصالات

وردګو کې د طالبانو په ځانمرګي برید کې اته افغان سرتېري وژل شوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د دوشنبې جولاۍ۲۰ (چنګاښ۳۰) په ماسپښین په میدان وردګو کې د افغان ځواکونو په کاروان موټر بمب برید شوی.

د دفاع وزارت اعلامیه وايي چې په دغه برید کې اته افغان سرتېري وژل شوي او نهه نور ژوبل دي.

وايي بریدګر چاودیدونکي توکي په یوې لارۍ کې ځای په ځای کړي وو او "د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د جغتو د دوراهۍ په سیمه کې د ملي اردو د موټرو په یوه کاروان یې برید ترسره کړی دی."

طالبان وايي دا برید هغوی کړی دی. د طالبانو ویاند ذببح الله مجاهد په خپل ټویتر کې لیکلي دي چې په دغه برید کې یې ګڼ افغان سرتېري وژلي دي.

دا برید داسې مهال کیږي چې افغان حکومت، امریکايي چارواکو، ناټو او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو په زیاتوالي‌اندېښنه ښودلې ده.

دا برید داسې مهال کیږي چې د طالبانو سره بین الافغاني مذاکراتو ته هلې ځلې زیاتې شوي دي او افغان حکومت زرګونه طالبان او طالبانو سلګونه افغان سرتیري خوشې کړي دي.

XS
SM
MD
LG