د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو تیره اونۍ ۹۹ ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې ـ فیصل


امنیت شورا وايي چې یادو ملکیانو دغه مرګ ژوبله په ۱۸ ولایتونو کې اوښتې ده.
امنیت شورا وايي چې یادو ملکیانو دغه مرګ ژوبله په ۱۸ ولایتونو کې اوښتې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د روژې میاشتې په دوهمه اونۍ کې د طالبانو لخوا د ملکي وګړو تلفاتو کې۳۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

امنیت شورا ویلي چې د روژې میاشتې په دوهمه اونۍ د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۴ نور ټپیان شوي دي.

د یادې شورا ویاند جاوید فیصل پرون شنبه مې۹(غويي۲۰) ویلي چې ملکي وګړو ته د طالبانو لخوا دغه مرګ ژوبله د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې په مخامخ ډزو او د سړک غاړې ماین چاودنو کې اوښتې ده.

امنیت شورا تر دې مخکې ویلي و چې د روژې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې په ۱۷ ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي و.

وسله والو طالبانو تر دې مخکې د افغان چارواکو ورته څرګندونې رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا تیره ورځ یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د تاوتریخوالي په کمولو سره سولې ته خپله ژمنتیا ثابته کړه.

دغه شورا همدارنګه ویلي و چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي دوام د سولې له بهیر سره مرسته نه کوي: "د طالبانو لخوا په اوسني شکل د تاوتریخوالي دوام، د سولې له پروسې سره هیڅ ډول مرسته نه کوي، بلکې دا خطر تر پخوا هم غښتلی کوي، چې ښايي د دوی لخوا ناروا تاوتریخوالی د یادې پروسې د سبوتاژ سبب شي."

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم تر دې مخکې ویلي و چې د طالبانو لخوا د بریدونو زیاتوالي خلک د سولې پر بهیر بې باوره کړي دي.

دا په داسې حال کې د روژې میاشتې په مناسبت ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان او ناټو او ګڼو نورو بنسټونو په افغانستان کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې ده.

د یوناما د راپور له مخې د روان ۲۰۲۰ کال په لومړیو دری میاشتو کې په افغانستان کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ نښتو کې ۵۳۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG