د بلخ ولایتي چارواکو د دغه ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې تیره غرمه د طالبانو له خوا د ۱۳ پاڅون کوونکو وژل تائید کړي دي.
د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د نوشار کلي اوسیدونکي وايي چې ۱۳ تنه ولسي پاڅون کوونکي چې د دولت په ملاتړ له طالبانو سره جنګیږي پرون غرمه په یو جومات کې طالبانو لومړی بې وسلې کړي او بیا یې وژلي دي.
د نوشار اوسیدونکی عبدالصبور وايي چې دغه خلک ولسي پاڅون کوونکي وو او په سیمه کې یې د طالبانو د مخنیوي په خاطر وسله اخیستې وه.
هغه وايي چې طالبانو لومړی دغه ولسي پاڅون کوونکي بې وسلې کړي او بیا یې وژلي دي، عبدالصبور زیاتوي چې په وژل شویو ولسي پاڅون کوونکی یو پخوانی مشهور قوماندان غلام سخي هم شامل دی.
په شمال کې د پامیر زون د قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني وايي چې پیښه رامنځ ته شوې خو د پیښې په اړه يې و نه غوښتل چې مطبوعاتو ته معلومات ورکړي.
هغه وویل چې د چمتال په نوشار کلي کې ولسي پاڅون کوونکي د طالبانو له خوا په یو کمین کې وژل شوي دي.
په ځینو رپوټونو کې وژل شوي کسان ملکي وګړي ښودل شوي دي، خو د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد هم امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې وژل شوي کسان ولسي پاڅون کوونکي وو.
له سیمې څخه په ناتائید شوو رپوټونو کې د وژل شویو ولسي پاڅون کوونکو شمیر تر شلو پورې رسیږي. خو تراوسه په رسمي ډول دا شمیر نه دی تائید شوی.