د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو له پاکستان سره د افغان نجونو د تعلیم په اړه د توافق خبره رد کړه


د پاکستان حکومت افغان زده کوونکو ته د "علامه اقبال" د تحصیلي سکالرشیپونو د اعلان پر مهال ویلي چې ددغو سکالرشیپونو ۳۳ فیصده یې نجونو ته ځانګړي شوي دي.
د پاکستان حکومت افغان زده کوونکو ته د "علامه اقبال" د تحصیلي سکالرشیپونو د اعلان پر مهال ویلي چې ددغو سکالرشیپونو ۳۳ فیصده یې نجونو ته ځانګړي شوي دي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت دا خبره رد کړه چې ګنې دوی په مشروط ډول په پاکستان کې د افغان نجونو او ښځو د تعلیم په اړه موافقه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۲۷ (سلواغې اتمه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو وضاحتي بیان کې دا راپورونه رد کړل او بې بنسټه ادعاوې یې وبللې.

هغه لیکلي: "په دې وروستیو کې راپورونه خپاره شوي چې د افغان نجونو لپاره د پاکستان سکالرشیپونو (تعلیمي بورسونه) سره د افغانستان اسلامي امارت [ طالبانو حکومت] له خوا مشروط توافق شوی دی. د لوړو زده کړو وزارت دا خبر په کلکه ردوي او دغه وزارت د پاکستان په ګډون د هیڅ کوم بل هیواد سره د نجونو لپاره د سکالرشیپونو تړون نلري."

د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۲۵( سلواغې شپږم) پاکستاني چارواکو وویل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت موافقه کړې چې افغان نجونو ته په دې شرط په پاکستان کې د لوړو زده کړو اجازه ورکړل شوې چې ورسره د ملګرتیا لپاره د دوی نارینه سرپرستانو ته هم ویزې ورکړل شي.

د پاکستان حکومت، په دې وروستیو کې افغان زده کوونکو ته د "علامه اقبال" د تحصیلي سکالرشیپونو د لړۍ په درېیم پړاو کې په راتلونکو دریو کلنو کې افغان زده کوونکو ته په پاکستاني پوهنتونونو کې د ۴۵۰۰ سکالرشیپونو د ورکولو اعلان کړی دی. افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د سکالرشیپونو د اعلان پر مهال ویلي چې ددغو سکالرشیپونو ۳۳ فیصده یې افغان نجونو ته ځانګړي شوي دي.

ددغو سکالرشیپونو ازموینه د شنبې او یکشنبې په ورځو د بلوچستان په مرکز کویټه او د خبیرپښتونخوا په مرکز پیښور کې په فزیکي ډول واخیستل شوه. ټاکل شوې چې ددې سکالرشیپونو لپاره به په انلاین بڼه هم ازموینې واخسیتل شي.

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د معلوماتو پر اساس دغې ازموینې ته د ۲۰ زرو څخه زیاتو زده کوونکو نوم لیکنه کړې ده چې ۵۹۴۶ زده کوونکو د ماسټرۍ په کچه او د نجونو په ګډون ۶۱۶ نورو زده کوونکو د طب د زده کړو لپاره خپل نومونه لیکلي دي.

د پاکستان حکومت ویلي چې ددغو ۴۵۰۰ داوطلبانو له ډلې به یو شمیر بریالیو داوطلبانو ته د طب، انجینرۍ او کرهڼې په څانګو کې هم د زده کړو زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د جمهوري رژیم د نسکورېدو او په دغه هیواد کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په بهرنیو هیوادونو کې افغان زده کوونکو ته د بورسونو د ورکولو بهیر تر ډېره په ټپه درېدلی دی او پخپله په دغه هېواد کې دننه هم طالبانو ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو محرومې کړې دي.

طالبانو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې نه یوازې د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی، بلکې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ وروسته یې په پوهتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم ښځې او نجونې له زده کړو منع کړې دي.

همداشان طالبانو بهر ته د زده کړو لپاره د یو شمیر هغو نجونو د سفر مخه نیولې ده چې تیرکال متحده عربي اماراتو ته له کابل څخه دوبۍ ته روانې وې.

دغو نجونو ته د متحده عربي اماراتو یو شتمن په دغه هیواد کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې وه، خو د طالبانو ددغه محدودیت سره سره یو شمیر نجونې په دې وتوانیدې چې متحده عربي اماراتو ته لاړې شي او هلته خپلې زده کړې پیل کړي.

پاکستان حکومت لا تراوسه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت په «اسلامي ټولنو کې د نجونو تعلیم» په اړه په پاکستان کې دوه ورځنی اسلامي کنفرانس، چې د ۴۴ هېوادونو استازو او ۱۵۰ دیني عالمانو، مفتیانو، امامانو او نورو ګډونوالو په کې برخه اخیستې وه، وشو او د نجونو د زده کړو د فرضیت او ارزښت په ټېنګار سره پای ته ورسېده.

د کنفرانس په پای کې په خپرې شوېو اعلامیې کې ویل شوي، چې ټولو د ښځو او نجونو د حقونو نقض او د ښځو د رول له پامه غورځول وغندل. په اعلامیې کې په څرګندو ټکو کې ویل شوي وو چې «له سختو شرایطو پرته، په عادي او نامحدود» ډول باندې د نجونو د زده کړو د حق تضمین د اسلامي ټولنو وجیبه ده او د «اسلامي‌امت» دیني عالمانو د دغه حق مشروعیت تائید کړی دی،‌ چې نه باید محدود کړل شي.

که څه هم په دې اعلامیې کې د کوم هېواد او حکومت مشخص نوم اخیستل شوی نه دی، خو د افغان ښځو او نجونو وضعیت په کې یو ډول تصویر شوی، چې د طالبانو تر سختو محدودیتونو او بندیزونو لاندې ژوند کوي. پاکستان وايی طالبانو ته یې هم بلنه ورکړې وه، چې په دې کنفرانس کې برخه واخلي، خو هغوی په کې ګډون ونه کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG