د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د دوو بریتانويانو او یو امریکايي نیول تائید کړل


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوه بریتانوي اتباع په افغانستان کې نیول شوي دي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوه بریتانوي اتباع په افغانستان کې نیول شوي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت تائید کړه چې دوه بریتانويان او یو امریکايي وګړی یې په افغانستان کې نیولي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع فرانس پرس اژانس ته وویل چې "مسئولینو یې د مشخصو ملحوظاتو په اساس" څلور کسان نیولي چې د نوموړي په خبره، دوه بریتانویان، یو امریکايي وګړی او د هغوی ژباړونکی پکې شامل دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې تائید کړې وه چې دوه بریتانوي اتباع په افغانستان کې نیول شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د دوشنبې د ورځې، فبروري ۲۴ (کب شپږمې) په یوې خپرې شوې اعلامیې کې وویل، "موږ د هغو دوو بریتانوي اتباعو له کورنۍ سره همکاري کوو چې په افغانستان کې نیول شوي دي. "

بریتانوي رسنیو د بریتانوي وګړو، پیټر رینولډز او باربي رینولډز د خپلوانو له خولې راپور ورکړی چې دغه ښځه او مېړه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ د میاشتې پر لومړۍ نېټه (سلواغې ۱۳مه) د بامیان په ولایت کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

د پیټر او باربي رینولدز ماشومانو بریتانوي ورځپاڼې سنډې ټایمز ته ویلي چې مور او پلار یې چې د ۷۰ کلنو څخه یې عمرونه پورته دي د تیرو ۱۸ کلنو راهیسې په افغانستان د ښوونې او روزنې پروګرامونه پرمخ وړل او د زیاتې مودې راهیسې یې د بامیان په ولایت کې ژوند کاوه.

د هغوی د معلوماتو پر اساس دغې عمر خوړلې جوړې په کابل کې د ښوونې او روزنې په برخه کې ماشومانو او میندو ته پنځه پروژې او یوه بله پروژه د بامیان په ولایت کې پرمخ وړله.

قانع د نیول شویو کسانو بشپړ هویت او د هغوی د نیول کېدو انګېزه نده ښودلې خو ویلي یې دي چې په دې اړه نور معلومات به وروسته خپاره شي.

بریتانیا د سنډی ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د ښوونې او روزنې دا پروژې ظاهرا د طالبانو سره په همغږۍ کې ترسره کیدلې. د پیټر او باربي رینولدز ماشومانو دغې رسنۍ ته ویلي چې په تیرو دریو کلنو کې د طالبانو د حکومت چارواکي ددغو پروژو څخه راضي وو.

طالبانو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک د بیا ترلاسه کولو وروسته د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او هم یې ښځې او نجونې د غیر حکومتي موسسو په ګډون له کور څخه بهر له کار کولو او په عام ژوند کې د ګډون څخه منع کړي دي.

د پیټر او باربي رینولدز ، لور سارا انتویستل د سنډی ټایمز ورځپاڼې ته ویلي: " دا واقعا بد کار دی. زما مور ۷۵ کلنه ده او پلار مې نږدې ۸۰ کلن دی او[هغه] د یوې کوچنۍ سکتې وروسته د زړه د ناروغۍ درملو ته اړتیا لري."

سارا انتویستل وویل چې مور او پلار یې د تیرو دوو لسیزو راهیسې هڅه کوله چې هغه هیواد سره مرسته وکړي چې ورسره یې مینه لرله".

د سنډی ټایمز ورځپاڼې او د اې پي خبري اژانس ویلي چې سارا انتویستل او د هغې دریو ورونو طالبانو ته په یو سر خلاصې لیک له هغوی غوښتي چې مور او پلار دې ژر خوشې کړي.

ددغې بریتانوي جوړې بچیانو ویلي چې د هغوی د مور او پلار د نیولو درې ورځې دمخه د تیلیفون له لارې ورسره په اړیکه کې شوي وو، خو د هغې وروسته یې اړیکه پرې شوې ده.

طالبانو ته د پیټر او باربي رینولدز ماشومانو په سرخلاصې لیک کې ویلي: " هغوی [د پیټر او باربي رینولدز ] خپل باور تاسو ته اعلان کړی دی او د افغانستان د وګړو په توګه تمه لري چې هغوی سره ښه چلند وشي".

طالبانو لا تراوسه دغه پرانیستې لیک ته ځواب نه دی ورکړی، خو دغې ډلې په افغانستان کې د واک د بیا ترلاسه کولو وروسته د بریتانوي او امریکايي وګړو په ګډون په لسګونو بهرني وګړي نیولي دي، چې ځینې یې لا هم د طالبانو په زندان کې ورځې شپې تیروي.

طالبانو په دې وروستیو اونیو کې دوه امریکايي او یو کاناډايي وګړی له زندان څخه خوشې کړي دي. د دوو امریکايي وګړو په بدل کې د امریکا متحده ایالاتو حکومت د طالبانو یو بندې د امریکا د یو زندان څخه خوشې کړی دی.

امریکايي چارواکو ویلي چې اوس هم لږ ترلږه دوه امریکايي وګړي محمود حبیبي او جورج ګلیزمن لا هم په افغانستان کې د طالبانو سره بندیان دي.

ددې راپور ځینې معلومات د اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG