د طالبانو حکومت د کاناډا یو پخوانی سرتیری یکشنبه جنوري ۲۶ ( سلواغې اوومه) د دوو میاشتو زندان تیرولو څخه وروسته آزاد کړ.
یوې سرچینې چې د موضوع په هکله معلومات لري د نوم نه ښودلو په شرط یې د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې د ډیوډ لاویري په نامه دا سرتیری د ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې د طالبانو حکومت په کابل کې نیولی و.
دې سرچینې همدارنګه ویلي چې د کاناډا دې پخواني سرتیري په خوشې کیدو کې د قطر حکومت منځګړتوب کړی و. سرچینې ویلي، "لاویري له افغانستان څخه آزاد شوی او اوس د قطر په دوحې کې دی".
سرچینې همدرانګه ویلي چې د کاناډا حکومت د قطر څخه ددې پخواني سرتیري خوشې کیدو لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه.
د معلوماتو له مخې د قطر د حکومت منځګړو د کاناډا د حکومت لوړ پوړو چارواکو سره تر سلا مشورو وروسته په افغانستان کې د طالب چارواکو سره غږیدلي، د کاناډا یو روغتیایي ټیم ته یې اجازه ورکړې چې په کابل کې ددې پخواني سرتیري روغتیایي وضعیت ارزیابي کاندي او په خوشې کیدو کې یې مرسته وکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د قطر حکومت همدارنګه د دې بندي د کورنۍ سره مرسته کوله چې په کابل کې د هغه سره په ټیلیفون کې خبرې وکړي.
لا معلومه نده چې د کاناډا دا پخوانی سرتیری څه وخت او ولې افغانستان ته تللی و خو د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې چې طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته ورسیدل، دې پخواني سرتیري د تقریباً ۱۰۰ افغانانو سره د افغانستان څخه په وتلو کې مرسته کړې وه.
دې پخواني سرتیري د کاناډا په پوځ کې څو لسیزې خدمت کړی او ویل کیږي چې د دویم ګډ کاري ځواک د ځانګړو عملیاتو د قطعې غړی و.
هغه په کابل کې د امنیت ساتلو خصوصي شرکت هم درلود.
دا له تیرې اوونۍ راهیسې دویم ځل دی چې په کابل کې د طالبانو حکومت بهرنیان له زندان څخه خوشې کوي.
طالبانو چې حکومت یې د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی همدا تیره اوونۍ یې په امریکا کې د یو افغان بندي، خان محمد خوشې کیدو په بدل کې دوه امریکایي اتباع، ریان کوربیت او ویلیم مکینټي خوشې کړل.
د دې دوو امریکایي اتباعو په خوشې کیدو کې هم د طالبانو او امریکا تر منځ منځګړتوب قطر کړی و.
په خان محمد د مخدره موادو او ترهګرۍ تورونه و.
د طالبانو په زندانانو کې د نورو بهرنیانو شمیر په دقیقه توګه ندی معلوم خو دوه نور امریکایي اتباع چې ګمان کیږي د دې ډلې سره بندیان وي، جورج ګلیزمن او محمود شاه حبیبي دي.
سره لدې چې د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې حبیبي لدوي سره بندي ندی خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تیره ورځ خبرداری ورکړ، که د طالبانو په زندانون کې د نورو امریکایي اتباعو شتون په هکله راپورونه ریښتیا وي، ددې ډلې په مشرانو به غټ انعامونه کیښودل شي.
ښاغلي روبیو د اکس په شبکې کې پرته لدې چې نور جزییات ورکړي، لیکلي چې ورته ویل شوي په افغانستان کې د طالبانو سره نور امریکایي اتباع هم بندیان دي.
د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس جو بایډن د طالبانو څخه غوښتي و چې دوه امریکایي اتباع - ګلیزمن او محمود شاه حبیبي خوشې کړي چې ویل کیږي د طالبانو سره بندیان دي.
د سي ان ان راپور له مخې ښاغلي بایډن د ټرمپ له حکومت هم غوښتي چې په "ناحقه بند شوي" امریکایان کور ته راستانه کړي.
محمود حبیبي په مخکني حکومت کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې رئیس و او په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو پرمهال یې په یو خصوصي شرکت کې کار کوه.
د رپوټونو له مخې محمود شاه حبیبي د امریکا د پوځ له خوا د ۲۰۲۲ کال د اګست په دویمه کابل کې په یو برید کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو یوه اوونۍ وروسته د کابل ښار د شېرپور په سیمه کې ونیول شو.
د محمودشاه حبیبي پلار د ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې په یو لیک کې د طالبانو له مشرغوښتي وو چې زوی یې خوشې کړي.
فورم \ دبحث خونه