د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په هدفي وژنو کې د لاس لرلو څخه انکار وکړ


د طالبانو ډلې ویلي دي چې د عالمانو، ژورنالستانو او سیاسي څيرو پههدفي وژنو کې لاس نلري او ددې ډلې په وینا دغه کسان د دوی د پوځي هدفونو څخه ندي.

د طالبانو ډلې د چهارشنبې په ورځ جنورۍ شپږمه (مرغومي ۱۷) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه ډول وژنې د افغانستان په"زیان" دي. پدې اعلامیه کې غوښتل شوي چې هغه "عناصر او کړۍ وپېژندل شي" چې په وینا یې په دې "حساس پړاو"کې داډول بریدونه کوي.

په تیرو څو اونیو کې په افغانستان کې هدفي وژنې زیاتې شوي دي چې ډیری قربانیان یې خبریالان او مدني فعالان دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز څو ورځې مخکې رپوټ ورکړ چې په ۲۰۲۰میلادي کال کې په افغانستان کې اته خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي او ۱۹نور خبریالان ټپیان شوي دي چې لږ تر لږه ددغو پیښو نیمایي یې په تیرو څو اونیو کې شوي دي.

یو شمیر خبریالان او مدني فعالین چې په څو تیرو اونیو کې په افغانستان کې وژل شوي
یو شمیر خبریالان او مدني فعالین چې په څو تیرو اونیو کې په افغانستان کې وژل شوي

د افغانستان حکومت او په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه د طالبانو ډله په هدفي وژنو کې په لاس لرلو تورنه کړې ده.

دوه ورځې مخکې په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو ویاند سونيلګیت، د ټویټر په یو پیغام لیکلي وو: "د سولې د بریا لپاره د طالبانو لخوا پر دولتي مقاماتو، د مدني ټولنې مشرانو او ژورنالستانو باندې د بریدونو کمپاین او هدفي ترورونه چې چا یې مسولیت ندی منلی هم باید ودرول شي."

له دې دمخه د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رئیس د افغانستان د ملي شورا د سنا غونډې ته ویلي وو چې د طالبانو ډلې "کاروان عبیده" د خبریالانو، مدني ټولنې د غړو او سیاسي او ټولینزو فعالانو د هدفي وژنو په خاطر ایجاد شوې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا هم تیره اونۍ پر افغان خبریالانو باندې هدفي بریدونه "ډاروونکی او شرموونکی" عمل وګاڼه او ویې ویل چې هر هغه څوک چې افغانستان او ددې هیواد خلک ورته اهمیت لري،باید پر افغان خبریالانو باندې هدفي بریدونه وغندي.

XS
SM
MD
LG