د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې مذهبي ازادي؛ طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور رد کړ


د طالبانو حکومت په افغانستان کې د مذهبي ازادیو د وضعیت خرابېدو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور رد کړ او هغه یې بې اساسه بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې مذهبي ازادۍ په اړه کانګرس ته د خپل کلني راپور وړاندې کولو په مهال ویلي چې د افغانستان په ګډون چین، روسیه، میانمار، هند او پاکستان کې له مذهبي ازادیو څخه سخته سرغړونې شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو حقوق تر پښو لاندې شوي دي او مذهبي اقلیتونه په ځانګړي ډول اهل تشیع په پرله پسې ډول د داعش تر بریدونو لاندې راغلي دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ جون پنځمه (غبرګولې ۱۵) یاد راپور ته په غبرګون کې پته خپل ټویټر کې لیکلي: "په افغانستان کې د ټولو اقلیتونو مذهبي او مدني حقوق خوندي دي. په دې تړاوو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور نیمګړی او په ناسمو معلوماتو بنا دی. زموږ ټول اهل سنة، اهل تشیع، سیک او اهل هنود هېوادوال په ازاد ډول خپلې مذهبي چارې ترسره کوي. موږ د امریکا دبهرنیو چارو وزارت راپور ردوو"

په راپور کې راغلي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار له حقوقو څخه سرغړونې شوي دي. په راپور کې ویل شوي چې طالبان د مذهب په نوم د ښځو او نجونو حقوق تر پښو لاندې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د مذهبي ازادیو په چارو کې د متحده ایالاتو سفیر رشاد حسین د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته، مذهبي ازادۍ او د ښځو او نجونو لومړني حقوق سخت ځپل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلنکین ویلي: "په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د مذهبي ازادۍ وضعیت د پام وړ خراب شوی دی، په ځانګړي ډول د طالبانو حکومت په ټولنه کې د ښځو او نجونو د زده کړو، کار او مشارکت اساسي حقوق د دین تر بیرغ لاندې بهانې سره ځپلي دي. mjjhد داعش ـ خراسان څانګې د اقلیتي مذهبونو په ځانګړي ډول شعیه او هزاره ګانو باندې مرګونې بریدونه تر سره کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو ۲۵ نړیوالو بنسټونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په یو پرانیستي لیک کې، په افغانستان کې د ښځو حقوقو بحران ته د حل د لارو چارو پیدا کولو غوښتنه کړې وه.

دغه ایتلاف روانه اونۍ ویلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د بشري حقوقو بحران او تبعیض سره مخامخ دي او د کار، زده کړو، بشپړه مشارکت او روغتیا له اساسي حقوقو څخه محرومې دي.

هغوی ویلي چې په نړۍ کې د ښځو د حقونو «بدترین» بحران د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا بېړني او مناسب اقدام ته اړتیا لري.

د یادونې وړ ده چې د امریکا متحدو ایالتونو د مذهبي ازادۍ نړیوال کمېسیون د روان میلادي کال د اپرېل میاشتې پر ۲۵مه په خپل کلني راپور کې ویلي وو چې د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې د مذهبي او دیني ازادیو د وضعیت د خرابېدو له کبله دا هېواد باید د بهرنیو چارو وزارت په تور لست کې شامل شي.

XS
SM
MD
LG