د لاس رسي وړ اتصالات

پر هلمند د طالبانو برید د دوحې د تړون خلاف دی ـ ویلسن


په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن د طالبانو بریدونه د سولې تړون خلاف بللي دي.
په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن د طالبانو بریدونه د سولې تړون خلاف بللي دي.

په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې پر هلمند ولایت بریدونه ودروي.

رایس ویلسن نن سه شنبه اکتوبر۱۳(تلې۲۲) پر خپل ټویټر لیکلي چې وسله وال طالبان باید پر هلمند ولایت د بریدونو په درولو سره د امریکا او طالبانو د سولې هوکړي ته درناوی وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې ټول لوري باید باوري شي چې د سولې خبرې د جګړې د پای ته رسېدو په هدف په سم لورې روانې دي.

هغه ویلي چې د تاوتریخوالي زیاتوالی د منلو نه دی او د خلکو د ژوند د خرابېدو لامل کیږي.

د چارواکو په وینا د لښکرګاه څنډو ته د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ پيل شوې جګړې نن سه شنبه دریمې ورځې ته ورسېده.

د هلمند والي جنرال محمد یاسین پر خپل فېسبوک لیکلي چې د کمانډو او ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د هلیکوپټرو په همکارۍ د نادعلي ولسوالۍ، باباجي سيمې او پر ۶۰۱ شهرا پوځي عمليات تېر ماښام پېل شوي دي.

هغه ویلي چې د یادې جګړې پرمهال ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې افغان امنیتي ځواکونو پر مختګ کړی چې په وینا یې پر لښکرګاه ښار د طالبانو برید مخه هم نیول شوې ده.

د هلمند والي زیاته کړې: "زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونه د پرمختګ په درشل کې دي او پر لښکرګاه ښار د وسله والو طالبانو بريد مات او په شا تمبول شوی چې اوس زموږ ځواکونه پر تصفيې او د هغو سيمو په بيرته نيولو بوخت دي چې څو ورځې وړاندې پکې امنيتي او دفاعي ځواکونو شاتګ کړی وو."

د سیمه ییزو چارواکو په وینا د یادې جګړې له امله ۵۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوي، مخابراتي شبکې او د برېښنا هم قطعه شوي دي.

بلخوا په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو هم تېره ورځ په هلمند کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

بهرنیو ځواکونو په هلمند کې د طالبانو برید د امریکا او طالبانو د موافقې خلاف بللی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG