د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو بحران؛ طالبانو له ملګروملتونو د مرستې غوښتنه کړې


د پاکستان حکومت له خوا د دغه هیواد څخه نومبر د میاشتې تر لومړۍ ورځې پورې د اوسیدانې د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۷ میلیونو افغان کډوالو د ایستلو د پریکړې وروسته د طالبانو حکومت د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو په برخه کې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ددغه وزارت مسلکي معین، عبدالرحمان راشد کابل کې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د مشر لیونارډ زولو سره له پاکستان څخه د ستنیدونکو کډوالو د ستنیدو د ستونزو په اړوند مسلو او د امکاناتو په برابرولو خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي له پاکستان څخه په جبري ډول د اوسیدانې د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د جبري ایستلو ته په اشارې ویلي، چې د ۱۰ او ۲۰ ورځو په موده کې له پاکستان څخه شاوخوا ۲۳ زره تنه ایستل شوي دي.

ښاغلي راشد وویل:" پاکستان د نړیوالو قوانینو پرخلاف کډوال وباسي، مونږ باید شړل شویو کډوالو ته هرکلی ووایو او په دې برخه کې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) مرستې ته اړتیا لرو".

په دې اعلامیه کې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د افغانستان د دفتر د مشر له قوله ویل شوي، چې پاکستان باید نړیوال قوانین رعایت کړي. هغه ویلي، چې د ملګروملتونو دغې ادارې په دې مسله د پاکستان د حکومتي چارواکو سره خبرې پیل کړي دي. هغه هیله ښودلې، چې دا خبرې به ښه پایلې ولري.

همداشان لیونارډ زولو ویلي، چې د طالبانو د مهاجرینو او ستنیدونکو وزارت او د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنري باید لازم ترتیبات ونیسي او ستنیدونکو کډوالو سره د هغوی سیمو ته په رسولو کې مرسته وکړي.

د دغې اعلامیې له مخې لیونارډ زولو د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو لپاره د یو ګډ پلان د ترتیبولو غوښتنه هم کړې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې لیونارډ زولوو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په مسله د افغانستان، پاکستان او د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ترمنځ د یوې درې اړخیزې غونډې د جوړیدو اړتیا یادونه هم کړې ده.

د طالبانو حکومت د پاکستان څخه شړل کیدونکو افغان کډوالو د وضعیت د سمبالولو لپاره د دغه حکومت د څو وزارتونو د چارواکو په ګډون یوه ګډه کمیټه هم جوړه کړې ده.

دغې ګډې کمیټې د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار په ولایت کې د تورخم سرحدي سیمې سره نږدې د لعل پورې په ولسوالۍ کې د ستنیدونکو کډوالو د لنډ مهالې اوسیدانې لپاره د کمپونو د جوړولو لپاره ځینې ساحې هم ټاکلي دي.

د پاکستان حکومت د سه شنبې په ورځ (اکتوبر درېیمه) ټولو افغانانو ته چې پدې هیواد کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي، د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې مهلت ورکړی چې بیرته افغانستان ته ستانه شي. حکومت همدارنګه ویلي چې د دې نیټې پای ته رسیدو څخه وروسته به دا کسان په ډله ایزه توګه وشړل شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر څلورمه (تلې۱۲مه) په نیویارک کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې د یوه خبري ناستې پر مهال وویل:"دا یو د اندیښنې وړ پرمختګ دی، خو زه ډاډه یم چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په عالي کمېشنرۍ کې زموږ همکاران له دې وضعیت څخه خبر دي. د یو اصل په توګه، هیڅ کډوال باید په زور او جبر سره خپل هیواد ته وا نه استول شي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پاکستان د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه د غیرقانوني افغان مهاجرینو د ایستلو د پلان په اړه غبرګون ښودلی او ویلي دي، افغان مهاجرینو سره ددغه هیواد چلند ورته د منلو نه دی.

ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ اکتوبر څلورمه( تلې ۱۲مه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې باید پاکستانی لوری په دې اړوند په خپل پلان باندې له سره غور وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG