د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس پاکستان کې ۱۹۲ ډاکټران مړه کړي 


چارواکي وايي پاکستان کې د کرونا درېیمه څپه هم راغلې او دا پېښې ورځ په ورځ‌ زیاتیږي
چارواکي وايي پاکستان کې د کرونا درېیمه څپه هم راغلې او دا پېښې ورځ په ورځ‌ زیاتیږي

په پاکستان کې د ډاکټرانو ټولنه وايي‌ د کروناویروس په دغه هېواد کې ۱۹۲ ډاکټران مړه کړي دي.

دغې ټولنې د پاکستان حکومت تورن کړی دی چې د ډاکټرانواو طبي کارکوونکو روغتیا ته یې ډېر پام نه دی کړی، خو پاکستاني ‌چارواکي‌ دا خبره نه مني.

د دغې ټولنې یو مشر ډاکټر قیصر سجاد وايي په ډاکټرانو سربېره ۳۰ نور طبي کارکوونکي هم د کروناویروس له کبله مړه شوي دي.

په همدې حال کې په خیبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو یوې ټولنې ویلي‌ د کروناویروس د پیل راهېسې دغلته ۵۷ ډاکټران او ۳۵ طبي کارکوونکي مړه شوي ‌دي.

ښاغلي ‌سجاد د امریکا غږ ډیوې څانګې سره په خبرو کې وویل که د ډاکټرانو روغتیا ته ډېر پام ونشي ‌او حالت همداسې روان وي،‌ شاید د ډاکټرانو او طبي کارکوونکو مړینه نوره هم زیاته شي.

هغه وویل چې په پاکستان کې د کروناویروس د لومړۍ څپې د خپریدو پر مهال د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د خوندیتوب لپاره مناسب ترتیبات نیول شوي ‌نه وو.

په همدې حال کې د پاکستان ځینې چارواکي بیا وايي‌ چې په خپله یو شمېر ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي هم د کروناویروس خطر جدي‌ نه ګڼي او ځینې خو یې داسې دي‌ چې د کرونا ضد واکسین هم نکوي.

په پاکستان کې تر دې دمه د کروناویروس له کبله څه باندې ۱۵۵۰۰ کسان مړه شوي دي.

چارواکي وايي ‌په دغه هېواد کې د کرونا ویروس درېیمه څپه هم پیل شوې او دا پېښې ورځ په ورځ زیاتیږي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ په ایالت کې خپور شو او دا مهال د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په ټولې نړۍ کې څه باندې ۱۳۶ میلیون خلک پرې اخته دي‌ او تر ۲.۹ میلیون ورپورته نور کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG