د لاس رسي وړ اتصالات

مکسیکو کې د لارۍ چپه کیدو پیښې کې لږ تر لږه ۱۰ کډوال مړه شوي


چارواکو ویلي چې ټول وژل شوي او ټپي شوي کډوال ښایي د کیوبا اتباع وي .
چارواکو ویلي چې ټول وژل شوي او ټپي شوي کډوال ښایي د کیوبا اتباع وي .

د مکسیکو په جنوبي برخه کې یکشنبه اکټوبر لومړۍ (تلې۹) ۱۰ کیوبایي کډوال هغه وخت مړه شول چې یوه بار وړونکۍ لارۍ چې دا کډوال پکې سپاره و، چپه شوه.

د سیمه ایزو مطبوعاتو په راپور کې ویل شوي چې پدې پیښه کې ۲۵ کډوال ټپي شوي هم دي خو دا یې ندي ویلي چې آیا ټپي شوي کډوال هم د کیوبا اتباع دي که نه.

چارواکو ویلي چې دا کډوال متحده ایالاتو ته روان و. دا لارۍ موټر د ګواتیمالا سرحد سره نږدې چپه شوې.

د مکسیکو د څارنوالۍ دفتر یوې سرچینې بیا د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې داسې ښکاري ټول کډوال د کیوبا اتباع دي او ټولې یې میرمنې وې.

دې سرچینې ویلي چې یو پکې کم عمره ماشوم هم و.

دا لارۍ پداسې لویې لارې کې چپه شوی چې ډیری وخت د جنوبي امریکا د هیوادونو څخه روان شوي کډوال ترې متحده ایالاتو ته د تګ لپاره کار اخلي.


عیني شاهدانو ویلي چې د لارۍ باډۍ چې د لرګیو څخه جوړه شوې وه په پیښه کې له منځه تللې. دوي همدرانګه ویلي چې د پیښې په ځای کې د کډوالو جامې، بیکونه او بستې لیدل شویدي.


د نړۍ بیلا بیلو هیوادنو څخه زرګونه کډوال ځانونه پدې هیله مکسیکو ته په بسونو، ټریلونو، بار وړونکو اورګاډو او یا پیاده رسوي چې متحده ایالاتو ته واوړي.

خو ډیری وخت پدې لار کډوال متحده ایالاتو ته تر رسیدو وړاندې مري او ورک کیږي.

دوه کډوال د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۲۸ مه د مکسیکو یو بل ښار کې هغه وخت مړه شول چې لارۍ موټر چې دوي پکې سپاره و، په بل مخ واوښت.
د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د اګست میاشتې په سر کې هم د کډوالو یو بس چې د هند، دومینکان جمهوریت او ځینو افریقایي هیوادنو اتباع سپاره و، د مکسیکو د نیاریت په ایالت کې کندې ته ولوید، لږ تر لږه ۱۸ تنه پکې ووژل شول او ۲۳ نور ټپي شول.

د مکسیکو چارواکي وایي یوازې تیره میاشت یې ۱۸۹ زره کډوال نیولي خو دا یې ندي ویلي چې دا کډوال د کومو هیوادونو اتباع دي.

د متحده ایالاتو ګزمې څانګې هم ویلي چې د تیر ۲۰۲۲ کال د اکټوبر میاشتې څخه نیولې د ۲۰۲۳ اګست میاشتې پورې یې ۱.۸ میلیونه کډوال نیولي چې غوښتل یې د مکسیکو څخه متحده ایالاتو ته واوړي.
مکسیکو ته د کډوالو راتګ دومره ډیر شوی چې د دې هیواد جمهور رئیس اندریس مانیول لوپیز اوبرادور د متحده ایالاتو څخه د مرستې غوښتنه کړې.


متحده ایالاتو او مکسیکو د همدې تیرې جمعې په ورځ سپټمبر ۲۹ ژمنه وکړله چې د کډوالو موضوعاتو په هکله به امنیتي او اقتصادي همکارۍ دوه چنده ډیروي او همدرانګه به د مخدره موادو د قاچاق په مخنیوي کې عین شان عمل کوي.

د متحده ایالاتو په کانګرس کې بیا جمهوري غوښتونکي امریکا ته د غیر قانوني کډوالو د راتګ په ډیروالي په قهر دي او د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت څخه یې غوښتي چې ددې ستونزې د حل لپاره باید لا دیر اقدامات وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG