د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو دوام؛ روغتیايي تجهیزات او درمل کابل ته ورسېدل


اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د خپلو بشري مرستو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د بشري مرستو ۲۴مه یې جوپه یې افغانستان ته رسېدلې ده.

اروپايي ټولنې د جمعې په ورځ اکتوبر۱۴ (تلې۲۲ ) ویلي دغه تازه مرسته روغتیايي تجهیزات او درمل د «هوايي پل» له لارې کابل ته انتقال شوي دي.

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د همکارۍ په هدف د خپلو شریکانو د تازه مرستې څخه مننه کړې. دغه ټولنې د دې ترڅنګ ټینګار کړی دی چې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د هند د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په دوام، کابل ته د دغه هیواد د طبي لوازمو او درملو د دیارلسمې جوپې رسېدو خبر ورکړ.

هند ویلي و چې دغه طبي مرسته په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان - د ماشومانو روغتیا (صحت طفل) روغتون ته سپارل شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت سره جوخت د روغتیا نړیوال سازمان د دغه هیواد روغتیايي نظام پاشل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې افغانستان ته په لسګونه ټنه روغتیايي تجهزات انتقال شوي، خو دغه سازمان په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان په راتلونکو میاشتو کې د درملو په ګډون د روغتیايي تجهزاتو له کمښت سره مخ دی.

پر همدې مهال د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې د تازه روغتیايي مرستو مننه او هر کلی کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې افغانستان ته د اروپايي ټولنې تازه رسېدلې طبي مرسته کې ۴۱۸۵ کیلوګرامه د سینه بغل اړین درمل شامل دي.

یاد سازمان ویلي چې دغه درمل به له شاوخوا ۵۰۰۰ زره ناروغانو لپاره چې درملو ته اړتیا لري مرسته وکړي.

د یادنې وړ ده چې اروپايي ټولنې د تیر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره د نورو برخو ترڅنګ په روغتیايي برخه کې هم ګڼې مرستې کړي دي.

XS
SM
MD
LG