د نقیب الله محسود د وژنې نه وروسته دا دریم ځوان دی چې د نامعلومو کسانو لخوا وژل کیږي.
افتاب خان د جنورۍ په ١٣ د پولیسو په جعلي مقابلې کې د وژل شوي نقیب الله محسود نژدی ملگری او په اسلام اباد کې په مظاهرو کې یو فعال برخه اخیستونکې و.
د افتاب ورور ظفرالله محسود امریکا غږ ته وویل "افتاب ماښام د کوره وتلی و او بیا د شپې ناوخته مې هغه ته ټلفونونه کول خو موبایل یې بند و. یوه ورځ وروسته بیا پولیسو زما پلار ته ټلفون وکړ چې د زوی مړی دې موندل شویدی."
د افتاب د قتل د خبر د خپریدو نه وروسته په ټولنیزو رسنیو سخت غبرگون وښودل شو.
محسن داوړ چې د اسلام اباد د مظاهرو د تنظیونکو نه یو دی، په خپل ټویټر ولیکل چې د پښتنو نسل وژنه دوام لري. یو بل ځوان افتاب محسود چې د شمالي وزیرستان سره یې تعلق لرلو، نامعلومو وسله والو وواژه. افتاب د پښتنو د لاریون یو فعاله برخه وال و.
د عوامي نیشنل گوند میا افتخار حسین په خپل ټویټر د افتاب په وژنې سخته خواښینې څرگنده کړه
پولیسو د نامعلومو کسانو په ضد تحقیقات پیل کړیدي خو په ټولنیزو رسنیو د هغه په ضد په غبرگون کې خلکو لیکلي چې د افتاب وژل د پښتنو د ځوانانو د قصدي وژنو لړۍ ده. د پښتونخوا د پولیسو مشر په ټولنیزو رسنیو د افتاب محسود د وژنې په هکله اوازې رد کړیدي.
"داسې ښکاري چې د افتاب د قتل علت شخصي مسله ده، پولیسو د افتاب د کورنۍ د مشرانو سره خبرې کړیدي. مسول کسان به ونیول شي او د قانون منگولو ته به وسپارلي شي. دروغ خبرونه سم ندي. پولیس چې کله مسول کسان ونیسي نو معلومات به د رسنیو سره شریک کړي. "
پداسې حال کې چې پښتنو د خیبر پښتونخوا په مختلفو سیمو کې خپل احتجاج ته دوام ورکړیدی، د واکمن گوند سیاستمدارانو پدی هکله د تبصرې نه ډډه کړیده.