د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د حکومت بې سارې کاربندي پای ته ورسیده


د امریکا د متحده ایالاتونو په تاریخ کې د فدرال حکومت تر ټولو اوږده کاربندي پای ته ورسیده.

د متحده ایالاتونو د مدیریت او بودیجې ادارې د حکومت ټولو تړل شویو ادارو ته د یوه مکتوب په استولو خبر ورکړی چې کاربندي پای ته رسیدلې او کارکوونکي یې باید کار ته حاضر شي.

دا کاربندي وروسته له هغه پای ته ورسیده چې جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ پرون له دیموکراتانو سره د دریو اوونیو په بودیجې او له مکسیکو سره په سرحد کې د دیوال په اړه د خبرو پر دوام هوکړې ته ورسید.

ددې هوکړې له مخې ټاکل شوېده په راتلونکو ۲۱ ورځو کې د سپینې ماڼۍ او د دیموکراتو قانون جوړونکو ترمنځ له مکسیکو سره په سرحد کې د دیوال د جوړیدو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ د غوښتل شوې بودیجې په اړه خبري وشي.

د سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ د دیوال پر سر اختلاف د امریکا د فدرال حکومت د تړل کیدو اصلي علت وو.

جمهو رئیس ټرمپ له کانګرس څخه غوښتي دي چېد ۲۰۱۹ کال په بودیجه کې له مکسیکو سره په سرحد کې د دیوال د جوړیدو لپاره پنځه اعشاریه اوه میلیارده ډالر ځانګړي کړي.

دیموکراتانو د جمهور رئیس ټرمپ له دې وړاندیز سره مخالف کړی او ویلي دي دیوال ډیر لګښت غواړي او موثر هم ندی.

که دواړه لوري تر راتلونکو دریو اوونیو پورې له مکسیکو سره د دیوال د جوړیدو د بودیجې پر سر هوکړې ته ونه رسیږي د فدرال حکومت د بیا بندیدو احتمال موجود دی.

د امریکا فدرال حکومت چې تازه پرانیستل شوی د تیرو پنځه دیرشو ورځو راهیسې تړلی وو.

د حکومت پرانیستل کیدل
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

XS
SM
MD
LG