د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د نیول شویو پناه غوښتونکو په وضعیت اندیښنې


په امریکا متحدو ایالتونو کې د مهاجرت شورا د هغو کډوالو وضعیت د اندیښنې وړ بللی چې په دې هیواد کې په توقیف کې دي.

دې شورا چې د کډوالو د حقونو د ملاتړ یوه غیر انتفاعي موسسه ده د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د امریکا په توقیف ځایونو کې د بې اسناده مهاجرینو شمیر مخ په زیاتیدو دی او دوی له هغو حد اقل حقونو څخه بې برخې دي چې یو کس یې باید په توقیف ځای کې ولري.

په تیرو دوو لسیزو کې په توقیف ځایونو کې د کډوالو ورځنی شمیر د پام وړ زیات شوی دی.

دا شمیر په ۱۹۹۴ میلادي کال کې په ورځ کې له اوو زرو څخه لږ وو خو سږ کال څه باندې ۴۴ زره کسانو ته لوړ شوی دی.

د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت سختې پالیسۍ ددې بهیر د ګړندیتوب لامل شوي دي.

د کډوالو د حقوقو مدافع شورا په خپل راپور کې وايي، دا پالیسي د بشري حقونو د سرغړونو د زیاتیدو لامل شوې ځکه په زور د کورنیو جلا کول، د توقیف ځایونو خراب حالت او حقوقي خدماتو ته لږ لاسرسی اساسي مشکلات دی.

د امریکا حکومت د روان کال په لومړیو کې د نه زغم پالیسي غوره کړه او دې هیواد ته یې د غیر قانوني مهاجرینو داخلیدل یو لوی جرم وباله.

پالیسي ددې لامل شوه چې ماشومان له خپلو کورنیو جلا شي خو جمهور رئیس ټرمپ له سختو انتقادونو وروسته دا بهیر پای ته ورساوه.

د کډوالو د حقوقو مدافع شورا د کډوالو د نیول کیدو پر بهیر انتقاد کړی او هغه یې غیر شفاف بللی دی. دې شورا همدارنګه د توقیف ځایونو حالت غیر معیاري او خطرناک بللی دی.

له دې وړاندې پناه غوښتونکو ته اجازه ورکول کیده چې په خپل کور کې د محکمې لپاره انتظار وباسي. خو د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت پرمهال فضا داسې شوه چې دوی باید د خپلې قضیې تر روښانه کیدو پورې په توقیف کې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG