د لاس رسي وړ اتصالات

پرلت کوونکي: د خپلو غوښتنو تر منلو پورې د چمن-سپین بولدک لار د موټرو پرمخ تړو


د چمن پېښې پرضد د پاکستان د حکومت مخالفو ګوندونو هم د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په یو خبري کنفرانس کې له حکومت څخه وغوښتل چې د پرلت کوونکو غوښتنې ومني او په پېښه کې د ښکېلو ملېشه ځواکونو مسئول کسانو په اړه دې پلټنې وشي.
د چمن پېښې پرضد د پاکستان د حکومت مخالفو ګوندونو هم د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په یو خبري کنفرانس کې له حکومت څخه وغوښتل چې د پرلت کوونکو غوښتنې ومني او په پېښه کې د ښکېلو ملېشه ځواکونو مسئول کسانو په اړه دې پلټنې وشي.

د چمن-بولدک د پرلت ویاند وايي، چې د شنبې ورځ، م‍ۍ څلورمه (غويي۱۵مه) د دوی پر روان پرلت د پاکستان د ملېشه ځواکونو بريد چې درې تنه پکې وژل شوي او تر ۲۰ زیات کسان ژوبل دي، په غبرګون کې یې افغانستان ته تلونکې لویه لار د هر ډول مال وړونکو موټرو پرمخ د خپلو غوښتنو تر منل کېدو تړلې ده.

محمد صادق وویل چې د دوی د پرلت ۵۰ تنه لا هم د سرحدي پولیسو په قومندانۍ کې بندیان دي.

د شنبې ورځې د ادعا له مخې، پاکستاني ځواکونو پر پرلت د برید په مهال لسګونه کسان نیولي دي، خو چارواکو لا هم رسنیو ته خپل دریځ نه دی ویلی چې ولې یې برید وکړ.

محمد صادق له امریکا غږ سره په خبرو کې خپله غوښتنه بیا تکرار کړه چې د چمن-بولدک ترمنځ دې ځايي مزدورکاروانو (لغړیانو) ته د پخوا په څېر پر پاکستاني پېژندپاڼه او افغان تذکره د تګ راتګ اجازه ورکړل شي. ددغو غوښتنو لپاره له تېرو څه کم اوو میاشتو راهیسې په چمن کې پرلت روان دی.

د چمن پېښې پرضد د پاکستان د حکومت مخالفو ګوندونو هم د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په یو خبري کنفرانس کې له حکومت څخه وغوښتل چې د پرلت کوونکو غوښتنې ومني او په پېښه کې د ښکېلو ملېشه ځواکونو مسئول کسانو په اړه دې پلټنې وشي.

د مخالفو ګوندونو مشرانو محمود خان اڅکزي، اسد قیصر او ثنا بلوڅ د خبري غونډې پرمهال په خپلو څرګندونو کې پېښه وغندله او زیاته یې کړه چې یو خوا د پاکستان حکومت د سوداګرۍ ښه کولو دعوې کوي خو بلخوا له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د بلوچستان او ایران پر پوله له زاهدان څخه بیا د خیبر پښتونخوا تر تورخم پورې پاکستان اته داسې لارې لري چې له افغانستان سره ډېر ښه تجارت ورباندې کولای شي.

د خبري غونډې پر مهال محمود خان اڅکزي زیاته کړه چې د کندهار او چمن ترمنځ د سیمې ولسونه په پاکستانۍ پېژندپاڼه او افغان تذکره تګ راتګ کولو، د نوموړي په وینا کله چې د پخواني صدراعظم عمران خان حکومت وو، نو د هغه مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په مشرۍ یوه پلاوي افغانستان ته سفر وکړ نو په هغه سفر کې د دواړو هېوادونو حکومتونو ترمنځ دا هوکړه وشوه چې په کمپیوټري پېژندپاڼو به د دواړو غاړو ولسونه د تګ راتګ اجازه لري.

ښاغلي اڅکزي خبري غونډې ته وویل، چې د چمن – بولدک ترمنځ پر ډیورنډ کرښه یوې بلې غاړې ته د یوې قبیلې ولس میشت دی، هدیره یې سره ګډه ده، د ځینو خو پر کورونو ډیورنډ کرښه تېره شوې ده، هغوی د ورځې یوې بلې خوا ته لس واره ځي راځي، نو د هغوی لپاره پاسپورټ اخیستل هېڅ امکان نه لري.

ښاغلي اڅکزي زیاته کړه چې هغوی پر خپلو ځمکو مارکیټونه ودان کړي دي، له دوبۍ څخه مالونه راوړل کېږي، نو د پاکستان حکومت چې کومه مالیه پر کراچۍ بندر اخلي نو هغه مالیه دې د چمن – بولدک په ګډون افغانستان ته پر غځېدونکو ټولو تجارتي لارو واخیستل شي. دا به د دې سیمې سوداګرۍ ته ډېره ستره وده ورکړي.

د اڅکزي وینا وه چې د همدې غوښتنې لپاره د چمن سوله یز پرلت روان وو چې د شنبې ورځ ملېشه ځواکونو برید ورباندې وکړ او اوس د پرلت برخوال د ملېشه ځواکونو د قومندان او د ضلعي دولتي ادارې د مشر خلاف اېف ای ار (د پلټنو عریضه) کول غواړي.

د ځایي خواﺭیکښو او ايف سي چاﺭواکو تر منځ نښته د شنبې- خالي په ورځ هغه وخت پيل شوه چې خواﺭیکښو خپلې د خچرو ګاډۍ د ايف سي مرکز مخته ودﺭولې او احتجاج یې پيل کړ.

ځايي خلک وايي په دغه مهال ايف سي د خپل مرکز له مخې د احتجاج کوونکو د لیرې کولو لپاﺭه پر دوی برید وکړ.

په چمن کې د ټولو ګوندونو اېتلاف او سوداګرو ټولنې له لوري روان پرلت له تېرو ۱۹۹ وﺭځو ﺭاهیسې ﺭوان دی او له حکومته پر چمن دﺭواﺯه د افغانستان سره تګ ﺭاتګ د پخوا غوندې په شناختي کاﺭت او افغان تذکره غواړي خو د پاکستان حکومت یې دا غوښتنه نه مني او د پروسږ کال (۲۰۲۳) د نومبر له لومړۍ نېټې یې تګ ﺭاتګ په پاسپوﺭټ او ويزه باندې عملي کړی دی.

په سیمه کې د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې د روان پرلت زیاتره ګډونوال هغه مزدورکاروان (لغړیان) دي چې د چمن او سپین بولدک ترمينځ به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

پرلتوال وايي چې د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټه افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمنځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي.

په دې لړ کې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو ترمنځ څو ځلې خبرې شوې دي خو حکومت وايي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.

حکومت وایي چې د قانوني سفري اسنادو لرلو شرط د امنیت ټینګښت او د قاچاق د مخنیوي لپاره اړین دی

بلخوا د پاکستان سوداګرۍ وزارت افغان موټر چلوونکو او کلينډرانو ته د يوې داسې اجازتنامې اعلان کړی دی چې ترمخه به یې له خپلو مال وړونکو ګاډو سره بې پاسپورټه او بې وېزې پاکستان ته تګ راتګ کولی شي.

دغه اجازتنامه به په لومړي پړاو کې د مۍ میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د اپرېل تر ۳۰م نېټې پورې فعاله وي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې دغه اجازتنامه د پاسپورټ حیثت لري او تر يو کال پورې به ډرايوران پرې په سرحدونو تګ راتګ وکولای شي.

دغه اعلاميه وايي، چې د ټرانسپورټرانو د اسانۍ د پاره په پېښور ګمرک څانګه کې او بيا په تورخم، انګور اډه، خرلاڅي او غلام خان کې ځانګړي دفترونه پرانیستل شوي چې دوی پکې دغه اجازتنامې (ټي اې ډي) ترلاسه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG