د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو افغانستان کې د بيزو دانې ناروغۍ موجودیت رد کړ


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د «بیزو دانې- مانکيفاکس» ناروغیو مثبتو پېښو ثبتېدو په اړه راپورونه رد کړل او وايي چې تر دا مهاله په دغه هیواد کې ددغې ناروغۍ هیڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

پدې وروستیو کې یو شمېر سیمه ییزو رسنیو کې په هرات، کابل او نیمروز ولایتونو کې د «بیزو دانې» ناروغیو د مثبتو پېښو ثبتېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

دغو رسنیو د سیمه ییزو سرچینو له قوله ویلي وو چې څو تنو ناروغانو ولایتي روغتونونو ته مراجعه کړې وه چې دوی ته ورغلې پېښې د «بیزو دانې» ناروغیو سره ورته والی لاره.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر د سه شنبې په ورځ مۍ ۳۱ (غبرګولې لسمه) امریکا غږ ته په یو لېږلې غږیز پيغام کې ویلي چې په وروستیو ورځو کې څو تنه ناروغان د روغتیا وزارت د ټېمونو لخوا تر نظارت لاندې نیول شوي چې د هغوی معاینات یا تشخیص منفي ثابت شوی دی.

ښاغلي هژیر زیاته کړه چې دغه کسان د پوستکي په بېلابېلو ناروغیو اخته وو چې د «بیزو دانې» له ناروغیو سره زیاد ورته والی لري.

هغه وویل: "دغه ناروغۍ د درملنې وړ دي او موږ یې امکانات لرو. له نېکمرغه تر دا مهاله په افغانستان کې د بیزو دانې ناروغۍ هیڅ مثبته پېښه نلرو."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت تیره ورځ په کابل او نیمروز ولایتونو کې د بیزو دانې د څو مشکوکو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی وو او ویلي و چې په دې اړه څېړنې کوی.

ښاغلي هژیر زیاته کړه چې تر دا مهاله په دغو ولایتونو کې د بیزو دانې ناروغیو کره شمېر نلري، خو زیاته یې کړه چې دغه ناروغان اوس مهال تر جدي درملنې لاندې دې او قرنطین شوي دي.

دغه ویروس ته ځکه د بیزو دانې وايي چې په لومړي ځل بیزوګان پرې اخته شول.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي تر اوسه په شاوخوا ۲۰ افریقایي، اروپایي او امریکایي هیوادونو کې د دغه ویروس سلګونه ېښې تائید شوي او شاوخوا ۱۰۰ نورې مشکوکې یې ثبت شوې دي. اکثریت دا پېښې په اروپا کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان له ټولو هېوادونو غوښتي چې د دغه ویروس په اړه مراقبت زیات کړي. په دغه ویروس د اخته کسانو ناروغي سخته نه ده ګڼل شوې.

دا ویروس له یو انسان څخه بل ته انتقالېږي او د انتقال لویه وسیله یې د انسانانو ترمنځ فزیکي او جلدي تماس ګڼل شوی.

XS
SM
MD
LG