د طالبانو د حکومت سترې محکمې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د تعزیري سزاګانو د حکمونو د پلي کیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې د فبرورۍ د روانې میاشتې له پیل راهیسې یې تر اوسه د ښځو په ګډون لږ تر لږه ۱۹ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
دغې محکمې د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ شپږم (سلواغې ۱۸) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ددغو سزاګانو په دوام یې تازه د ارزګان ولایت د چهار چینو د ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د پریکړې له مخې چې د سترې محکمې د مشرتابه له خوا هم تائید شوې نهو کسانو ته چې په غلا تورن وو په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "لومړنۍ محکمې د يادو کسانو له ډلې اته تنه په ۲ـ ۲ کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا او يو کس په يو کال تنفيذي بند او ٣٩ ُدُرو تعزيري سزا محکوم کړی و؛ چې ياده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوه".
همداشان دغې محکمې د چهارشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ پنځم (سلواغې ۱۷) هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ یې د فاریاب ولایت د بلچراغ په ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
دغې محکمې په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې د کاپیسا ولایت د نجراب په ولسوالۍ کې هم د چهارشنبې په ورځ د یوې ښځې په ګډون درې کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزاګاغنې ورکړل شوي دي.
سترې محکمې په دې خبرپاڼه کې ویلي چې نجراب وسلوالۍ لومړنۍ محکمې د پریکړې له مخې چې د دغې محکمې د مشرتابه له خوا هم تائید شوې هر یو تورن ته ۳۹- ۳۹ دُرو د سزا د ورکولو سربیره دا درې تورن کسان په اوو – اوو میاشتو تنفیذي بند هم محکوم شوي دي.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې په دې خبرپاڼه کې ویلي چې دغو تورونو کسانو ته د کور څخه د تیښتې او له کور څخه د تښتولو په تورونو هریو په عام محضر کې په ۳۹ دُرو وهل شوی دی.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "لومړنۍ محکمې د مجرمنیو له ډلې یو تن د ۳۹ دُرو تعزیري سزا او د دوو نورو هریو ته یو- یو کال تنفیذي بند سزا او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو، چې دا پریکړه د سترې محکمې د عالي مقام له خوا د تائید وروسته ... د زیات شمیر کسانو په حضور کې پر مجرمینو باندې تطبیق شوه".
همداشان د طالبانو د حکومت سترې محکمې ویلي چې د کندز په ولایت کې یې هم د سه شنبې په ورځ فبرورۍ څلورم (سلواغې ۱۶) د یوې ښځې په ګډون دوو تنو ته د اخلاقي فساد د جرم له امله په عام محضر کې تعزیري سزاګانې ورکړي دي.
دغې محکمې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغو دوو تنو هر یو ته د ۳۹ دُرو د تعزیري سزا د ورکولو سربیره هر یو په دوو کلنو تنفیذي بند باندې هم محکوم شوي دي.
ددې دمخه د طالبانو د حکومت سترې محکمې د فبرورۍ په درئیم (سلواغې ۱۵) هم د کابل ولایت د چهار اسیاب په ولسوالۍ کې یو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې وه. دغې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چهار آسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې یو تن ته یو کال تنفیذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی وه چې دا حکم د سترې محکمې د مشرتابه له تائید وروسته پر مجرم تطبیق شوی دی.
همداشان دغې محکمې ویلي چې د کندز په ولایت کې د طالبانو د نظامي محکمې د پریکړې له مخې یو تن چې پر قتل تورن و، د فبرورۍ په درېیم (سلواغې ۱۵) ورته په عام محضر کې د ۳۹ دُرو تعزیري سزا د ورکولو سربیره د یو کال تنفیذي بند سزا هم ورکړل شوې ده.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان واک د بیا ترلاسه کولو وروسته په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د ښځو په ګډون په سلګونو کسانو ته په مختلفو تورونو په ځانګړي ډول د اخلاقي جرمونو په تورونو په ورزشي سټډیومونو کې د زرګونو کسانو په مخ کې تعزیري سزاګانې ورکړي دي.
همداشان د طالبانو د حکومت سترې محکمې ویلي چې تراوسه یې په افغانستان کې په عام محضر کې شپږو کسانو ته د اعدام سزا هم ورکړې ده.
طالبانو په عام محضر کې د اعدام د سزاګانو په لړ کې وروستۍ د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر ۱۳ (لړم ۲۴) د پکتیا په ولایت کې په عام محضر کې یو تن ته د طالبانو د حکومت دریو محکمو د پریکړو او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د تائید وروسته ورکړه.
د طالبانو سترې محکمې ویلي و چې اعدام شوی کس محمد ایاز د حکیم خان زوی د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی وو. دغې محکمې ویلي و چې محمد ایاز د حبیب الله په نوم د پکتیا ولایت یو اوسیدونکی وژلی وو.
د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د بنسټونو د پرله پسې غوښتنو سره سره په عام محضر کې د اعدام د سزا په ګډون د تعزیري سزاګانو پلي کیدو ته دوام ورکړی دی.
فورم \ دبحث خونه