د لاس رسي وړ اتصالات

د توکیو د ۲۰۲۰ نړیوال اولمپيک لوبې یو کال ځنډول کیږي


د المپیک نړیوالې لوبې په راتلونکو څلورو میاشتو کې نه بلکه په ۲۰۲۱ کې به وشي.

دا خبره هغه وخت روښانه شوه چې د المپیک نړیوالې کمیټې د یکشنبې په ورځ مارچ ۲۲ (وري دریمه) د یوې بیړنۍ غونډې وروسته وویل چې د توکیو د ۲۰۲۰ المپیک لوبو په ځنډولو غور کوي، خو وروستۍ پریکړه به په راتلونکو څلور اونیو کې اعلان کړي.

ټاکل شوې وه چې د نړیوال المپیک لوبې د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۲۴ د جاپان په توکیو ښار کې وشي. خو د کروناویروس نړیوال کړکیچ نه یواځې دغه لوبې بلکه د مختلفو ورزشونو ټولې نړیوالې او ملي سیالۍ وځندولې او په میلیاردونو ډالر تاوانونه یې واړول.

په هغه لیک کې چې د المپیک د نړیوالې کمیټې رئیس توماس باخ د لوبغاړو لپاره خپور کړی په کې یې دغه تصمیم تشریح کړی او ویلي یې دي چې: «زه پوهیږم چې دا بیساري حالات دي او ستاسو زیات سوالونو ته ځواب نه وایي...زه همداشان پوهیږم چې دا یو منطقي اقدام دی چې کیدای شي ستاسې زیاتو کسانو له احساساتو سره برابر نه وي.»

د المپیک د لوبو ځنډول د هغه فشار په نتیجه کې کیږي چې د لوبغاړو، سپانسرانو، د لوبو د خپروونکو تلویزیوني کمپنیو او د څه دپاسه ۲۰۰ ملي المپیک کمیټو له خوا د څو اونیو راهیسې د نړیوال المپیک په کمیټې باندې سیوری اچولی و.

د ښاغلي باخ د پیغام نه لږ وروسته د کاناډا د المپیک کمیټې وویل چې خپل لوبغاړي به توکیو ته ونه لیږي. استرالیا هم ویلي چې خپلو لوبغاړو ته مشوره ورکوي چې ۲۰۲۱ کال ته تیاری ونیسي.

د برازیل د المپیک ملي کمیټې هم د لوبو د ځنډولو غږ کړی دی. ناروی ویلي تر هغه به توکیو ته لاړ نشي چې نړیوال روغتیایي کړکیچ نه وي حل شوی.

د امریکا د لامبو وهلو او اتلتیک ادارو ددې هیواد د ملي المپیک کمیټې نه غوښتي چې د لوبو د ځنډولو لپاره اقدام وکړي.

جاپان په رسمي توګه د المپیک د لوبو په جوړولو ۱۲.۶ میلیارد ډالر لګولي دي، خو ددې هیواد د ملي ارزونې هیت دغه لګښت ځه دپاسه دوه جنده بولي او وایي چې د لوبو د ځنډولو په صورت کې به دغه لګښت نور هم زیات شي.

XS
SM
MD
LG