د لاس رسي وړ اتصالات

اميري: د نجونو د ښوونځيو د تړلو په اړه د طالبانو "ظالمانه او تخريبي" پاليسي د توجيه وړ نه ده


د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري یو ځل بیا په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بندېدو په اړه د طالبانو حکومت پر دریځ انتقاد کړی دی.

اغلې امیري د یکشنبې په ورځ سپټمبر ۱۲ (وږې ۲۰) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د نجونو د متوسطه او لېسیو ښوونځيو بندېدو په خاطر د هغې په وینا د «طالبانو ظالمانه او تخریبي» پالیسي د توجیه وړ نه ده او په خبره یې د نجونو د ښوونځيو تړل کېدل په دین او کلتور پوري اړه نلري.

د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په وړاندې د طالبانو حکومت د تګلارې په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې چې دغه چارې د نجونو ارمانونه ماتوي او افغانستان لا د فقر، ناهیلۍ او بېوزلۍ خواته وړي.

د تیر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګي تر امر ثاني بند شوي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې پر داسې مهال یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو خلاصېدو باندې ټینګار کوي چې وړمه ورځ په پکتیا ولایت کې یو شمېر نجونو زده کوونکو د یو لاریون په ترڅ کې د هغوی پر مخ د یادو ښوونځیو بیرته خلاصولو غوښتنه وکړه.

دغه نجونې زده کوونکي چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده تېره شنبه سپټمبر ۱۰ (وږې ۱۹) سهار د پکتیا مرکز ګردېز سړکونو ته راوتلي وې او د ټولو لپاره یې د زده کړو حق غوښتلو شعارونه ورکول.

د راپورنو له مخې څو ورځې مخکې په دغه ولایت کې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته څو ښوونځي خلاص شوي و، خو تېره شنبه یې د بیرته تړل کېدو خبر ورکړل شو.

پر همدې مهال پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو خلاصولو باندې ټینګار کړی دی.

ښاغلي کرزي زیاته کړې چې په پکتیا کې د تعلیم په اړه د نجونو غږ د ټول افغانستان د ملت غږ دی،نوموړي د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې دنجونو ښوونځي بیرته خلاص کړي.

بلخوا د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر په دغه هیواد کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو لامل یو ځل بیا کلتوري ستونزې یادوي.

ښاغلي منیر پرون یکشنبه په روزګان ولایت کې خبریالانو ته وویل چې د لیري پرتو سیمو اوسېدونکي په اوسنیو شرایط کې نه غواړي چې خپلې ۱۶ کلنې لوڼې ښوونځيو ته واستوي.

ښاغلي منیر پرون یکشنبه سپټمبر ۱۱ (وږې ۲۰) مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د نجونو ښوونځیو نه خلاصېدو د لامل په اړه وویل، که په دې اړه د لیري پرتو سیمو له سپینږیرو څخه پوښتنه وشي معلوم به شي چې څو سلنه خلک چمتو دي چې خپلې ۱۶ کلنې لوڼې ښوونځي ته واستوي.

خو هغه د دې سره سره وویل چې د طالبانو حکومت په دې اړه کوښښ کوي څو داسې شرایط رامنځته کړي چې د خلکو اعتراض هم رانشي او تعلیم هم پخپلو اصولو برابر شروع شي.

هغه وویل: "علت یې، که تاسو د روزګان له بازار څخه لږ ووزې،د غرونو په لمنو کلیو کې له سپینږیرو څخه پوښتنه وکړې، خپله تاسو ته درک معلومیږي.که ته په جومات کې پوښتنه وکړې چې څو فیصده سپينږیري او څو فیصده خلک دې ته تیار دي چې خپل ۱۶ کلنه او ۱۷ کلنه لور مکتب ته ولېږي. نو بیا دا سوال له ما څخه کولو ته ضرورت نوي. موږ او تاسو افغاني جامعه کې اوسېدلي یو او دلته د خلکو کلتور راته معلوم دی او دا کلتور دا هغه څه ده چې ډېر وخت حکومتونو په خیال کې نه دی ساتلی او له هغه نه پاڅونونه راپیدا شوي دي. د هغه خلاف فتواوې راغلي دي. موږ په دې اړه کوښښ کوو چې داسې شرایط رامنځته کړو چې د خلکو اعتراض هم رانشي او تعلیم هم پخپلو اصولو برابر شروع شي."

تېره میاشت هم د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر په خوست کې خبریالانو ته ویلي چې د طالبانو حکومت د نجونو ښوونځيو له پرانیستلو سره هیڅ مخالفت نلري : "د لیري پرتو سیمو اوسېدونکو د نجونو له تعلیم سره مخالفت نلري، بلکې له کورونو څخه د نجونو له وتلو سره حساسیت لري، د افغانانو کلتور په دې برخه کې ډير حساس دی."

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو بندېدو په اړه د کورنیو او نړیوالو غبرګونونو په دوام د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې د نجونو پر مخ د لېسې او متوسطه ښوونځيو د بندېدو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له زده کړو څخه د نجونو محرومیت د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵۰۰ میلیون ډالر زیان رسولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د نجونو ښوونځيو بیرته پرانیستلو په اړه په افغانستان کې پراخ اعتراضونه او مدني حرکتونه شوي او د طالبانو له حکومت څخه يې غوښتي چې د نجونو ښوونځي بیرته خلاص کړي.

XS
SM
MD
LG