د لاس رسي وړ اتصالات

په کوټه کې د قران کریم لرغونې نسخې غلا شوې دي


د موزیم مسوول ویلي چې د قرآن کریم ۱۲۰ نسخې غلا شوې چې ځینې یې ۹۰۰ کاله او ځینې ۱۰۰ کاله زړې دي. د نوموړي په وینا دا ټولې نسخې په تېرو ۳۰ کلونو کې راټولې شوې وې.
د موزیم مسوول ویلي چې د قرآن کریم ۱۲۰ نسخې غلا شوې چې ځینې یې ۹۰۰ کاله او ځینې ۱۰۰ کاله زړې دي. د نوموړي په وینا دا ټولې نسخې په تېرو ۳۰ کلونو کې راټولې شوې وې.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې، د غار دننه له یو موزیم څخه د اسلام د مقدس کتاب قرآن کریم تر ۱۰۰ زیاتې نایابه نسخې غلا شوي دي.

دغه لرغونې او زړې نسخې د کوټې لوېدیځ پلو په یو غر کې دننه جوړ موزیم کې ساتل شوې وې. د غلا دغه پېښه د جنورۍ د ۲۱ او ۲۲ ترمنځ شپه شوې ده. پولیسو په پیښه کې د ککړو کسانو پرضد قضیه ثبت کړې او لټون یې پیل کړی دی.

هغه ځای چې دا نسخې ترې غلا شوې، جبل نور (د رڼا غر) نومېږي، چې د کوټې یو مشهور سیلاني مرکز دی.

د موزیم مسوول، محمد اجمل یوسفزی رسنیو ته ویلي چې "د قرآن کریم ۱۲۰ نسخې غلا شوې چې ځینې یې ۹۰۰ کاله او ځینې ۱۰۰ کاله زړې دي. د نوموړي په وینا دا ټولې نسخې په تېرو ۳۰ کلونو کې راټولې شوې وې. "

د یوسفزي په وینا په دې کې د خطاطۍ ښکلي نمونې، د لاس لیکل شوي قلمې نسخې، او بېلابېلو ژبو ته د قرآن کریم ژباړل شویو نسخو بڼې شاملې وې.

جبل نور په کوټه کې د قرآن کریم د زړو پاڼو د ساتنې یو مشهور مرکز ګڼل کېږي.

د جبل نور مرکز په ۱۹۹۲ کال کې د کوټې یوه سوداګر میر عبدالصمد ل خوا جوړ کړی وو چې اوس یې د هغه د کورنۍ دویم او دریم نسل اداره کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG