د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د طالبانو په مرکز هوايي برید کې "۳۵ وسله‌وال" وژل شوي


امنیتي مقامات وايې چې په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د طالبانو یو مهم مرکز له منځه وړل شوی او د دغې ډلې ۳۵ وسله‌وال پکې وژل شوي.

دا هوايي بریدونه د کندهار په شمال د شاه ولیکوټ په ولسوالۍ کې نن سهار وختي درې بجې شوي دي.

دا د افغان حکومت له لوري د خپلو وسله والو مخالفینو سره د یو طرفه اوربند تر پایته رسیدو څلور ورځي وروسته په کندهار کې د وسله والو پر یوه مرکز تر ټولو لوی برید بلل کیږي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې افغان امنیتي ادارو د وسله والو په اړه استخباراتي معلومات لرل چې د نړیوالو ځواکونو په مرسته يې په نښه کړل.

هغه زیاته کړه "نن سهار وختي د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په خواجه زو سیمه کې چې یوه لرې پرته سیمه ده د وسله والو پر یوه ستر مرکز هوايي بریدونه وکړه چې د ملا عبدالباري او ملا توریالي په ګډون چې د وسله والو مهم قومندانان دي ۳۵ وسله وال پکې وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي".

شاه ولیکوټ د کندهار په شمال کې د اروزګان او زابل ولایتونو سره په سرحد کې پرته ولسوالۍ ده چې د امنیتي مقاماتو په وینا د نن سهار وختي په هوايي بریدونو کې د درې واړه ولایتونو وسله وال طالبان پکې په نښه شوي.

تېره ورځ په کندهار کې د خاصو عملیاتو د لوا مرستیال په یوه مطبوعاتي ناسته کې وويل چې ځانګړي ځواکونه ډير پام د وسله والو د مرکزونو لمنځه وړلو ته کوي.

خپله وسله والو طالبانو د کندهار د نننۍ پېښې په اړه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG