د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: زرګونه اوکرایني سرتېري 'د روسیې د بې‌ثباتۍ' لپاره یرغل ته تیار دي


د اوکراین یو لوړ پوړي‌ چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې زرګونه اوکرایني سرتېري د روسیې د بې‌ ثباتۍ لپاره د دغه هېواد پر خاورې باندې په یو لوی یرغل کې ګډون کوي.

دغه اوکرایني چارواکي‌ چې په راپور کې یې د نوم له یادولو څخه ډډه کړې ویلي: "موږ د برید په حال کې یو. هدف دا دی چې د دښمن مورچې په نښه کړو، زیات نه زیات تلفات ورواړو او په روسیې کې وضعیت بې‌ثباته کړو، هغوی د خپلې پولې د ساتنې وړتیا نه لري."

د روسیې پوځ ویلي چې د سه شنبې ورځې راهیسې شاوخوا ۱۰۰۰ اوکرایني سرتېري د پولې په اوږدو کې ځای پر ځای شوي‌ دي او داسې ښکاري چې د کرملین امنیتي کړۍ ماته کړي او اوکرایني سرتېرو ته لار هواره کړي چې د روسیې دفاعي کرښو ته ننوځي.

خو د اوکراین دغه لوړ پوړي چارواکي‌ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د سرتیرو شمېر له ۱۰۰۰ زیات دی "دا شمیره ډېره لوړه ده...زرګونه".

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له څو ورځې رسمي چوپتیا وروسته د شنبې په ورځ په لومړي ځل د دغه برید په اړه اعتراف وکړ او ویې ویل چې "کییف جګړه د یرغلګرو خاورې ته وړي".

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین باندې برید وکړ او د دغه هېواد ختیځ او جنوبي برخې یې ونیولې او هره ورځ یې د اوکراین پر ښارونو باندې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکړ.

خو اوکرایني ځواکونو د سه شنبې په ورځ له روسیې سره د پولې په اوږدو کې برید وکړ چې د کییف له خوا پر روسیې تر ټولو لوی او بریالی برید بلل شوی دی.

راپور کې راغلي چې اوکرایني ځواکونو څو کیلومتره پرمختګ کړی دی او د روسیې ځواکونه له زیرمه شویو او لازیاتو تجهیزاتو څخه استفادې ته اړ شوي‌ دي. تراوسه یو لوري هم د خپلو ژمنو ځواکونو په اړه کره معلومات نه دي شریک کړي.

روسیې له سیمې څخه څه باندې ۷۶ زره ملکي وګړي ایستلي دي او اوکراین تېره اوونۍ ویلي و چې د پولې په اوږدو کې د سومي له سیمې څخه د ۲۰ زره کسانو تخلیې ته اړتیا لري.

د روسیې پر خاوره د اوکرایني سرتیرو د برید د تیاري په اړه خبرونه وروسته له هغې رامخې ته شوي چې تیره اونۍ روسیې د اوکراین په لویدیځ کې په کرسک سیمې برید وکړ او د روسیې دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ هغه انځورونه خپاره کړل چې روسي ځواکونه په دغې سیمه کې د اوکراین پوځي تجهیزات ویجاړ کړي دي.

همداشان د اوکراین په ختیځ کې د روسیې له څو اونیو پرمختګونو وروسته اوکرایني چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې برید "زموږ مورال، د اوکراین د پوځ،‌ دولت او ټولنې مورال ډېر لوړ کړی دی".

اوکرایني چارواکي همدا شان ویلي چې سرتېري به یې د روسیې په خاوره کې منل شويو نړیوالو بشري قوانینو ته درناوی وکړي او د هغو سیمو د بیرته یوځای کولو پلان نه لري چې دا مهال له هغوی سره دي.

هغه دغه راز ډاډ ورکړی دی چې اوکراین به په هر حالت کې د اټومي امنیت لپاره ستونزې رامنځ ته نکړي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له دواړو خواو غوښتي چې د اټومي پېښې د رامنځ ته کېدو د مخنیوي لپاره له خورا زغم څخه کار واخلي.

سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ وویل چې له اوکراین سره د برید د هدف او څرنګوالي په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره خبرې کوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن په مې میاشت کې کیف ته اجازه ورکړه چې د خارکیف په سیمه کې د مسکو د فشار د مخنیوي لپاره د روسیې پولې ته نږدې اهدافو باندې د امریکا له خوا چمتو شوې وسلې وکاروي.

خو د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي چې پر روسیې د پراخو بریدونو د مخنیوي په برخه کې د امریکا په سیاست کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG