د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د پوځي عملیاتو خلاف احتجاج کوونکو باندې ډزې شوي


 شاوخوا ۱۰ زرو کسانو د خیبر پښتونخوا په بنو کې په احتجاج کې برخه اخیستې وه.
شاوخوا ۱۰ زرو کسانو د خیبر پښتونخوا په بنو کې په احتجاج کې برخه اخیستې وه.

زرګونو خلکو د جمعې په ورځ جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۹) د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو کې د پاکستان د پوځ د پلان شویو عملیاتو خلاف او د امن غوښتنې لپاره احتجاج کړی او پر احتجاج کوونکو باندې په ډزو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

د امن غوښتنې په دغه احتجاج کې شاوخوا ۱۰ زرو کسانو ګډون کړی او ادعا کوي چې په بنو ښار کې پوځي اډې ته څېرمه د پوځ لخوا پرې ډزې شوي او شاوخوا ۲۰ تنه ژوبل شوي دي.

د جمال الدین وزیر په نوم د مظاهرې ګډون کوونکي فرانس پرس ته وویل: "له شلو کلونو راهیسې پوځي عملیات روان دي، خو لا هم سوله نده راغلې. پوځي عملیات هیڅکله د سولې بدیل نه شي کېدای."

د پاکستان حکومت د روان کال په پیل کې د جزئیاتو له ورکولو پرته اعلان وکړ چې پوځ به له افغانستان سره په پوله په هغو سیمو کې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره نوي پوځي عملیات پیل کړي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت واک ته د رسیدو وروسته پکې ناامني زیاته شوې ده.

په بنو کې د جولای په ۱۵مه د پوځ پر یوې اډې په برید کې اته پوځيان او لس بريد کوونکي ووژل شول.

د بنو ځايي خلکو، سياسي او مدني فعالانو او سوداګرو د جمعې په ورځ د احتجاج په توګه کاربندیز اعلان کړی وو.

د پاکستان یو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل، مظاهر کوونکو "د پوځ پر ضد شعارونه ورکول، او ځینو یې د پوځي تاسیساتو پر لور د ډبرو ګوزارونه پیل کړل. د پوځ له خوا هوايي ډزې وشوې، چې له امله یې ټېل ماټېل رامنځته شو."

په بنو کې د امن غوښتنې احتجاجي غونډه
په بنو کې د امن غوښتنې احتجاجي غونډه

د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا وزیر پښتون یار خان چې ددغه احتجاجي غونډې ویناوال و، وویل: "د لاریون په ترڅ کې، په مستقیم ډول په ما او هغه خلکو چې ما ته نږدې ولاړ وو، ډزې وشوې. دا یوازې په هوا کې ډزې نه وې. موخه یې دا وه چې موږ ووژني."

هغه زیاته کړه: "دا ډزې د هغو کسانو له خوا شوې چې غواړي زموږ سوله له منځه یوسي. هغوی غواړي چې زموږ د خلکو وینه توی کړي، خو ټولنه نور د دې زغملو ته چمتو نه ده."

پوځ تراوسه ددې پیښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د بنو ښار روغتون چارواکو ويلي، روغتون ته ۲۱ تنه وروړل شوي چې په احتجاجي غونډه کې په مرمیو لګېدلي دي.

د احتجاج په وخت خلکو د "عزم استحکام" د عملياتو په خلاف شعارونه ورکول او په سيمه کې یې امن او وسله والو د مخنیوي غوښتنه کوله.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په ایکس شبکه کې په یو پوسټ کې ویلي چې پوځ پر مظاهره کوونکو باندې ډزې کړي، ګڼ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. پښتین د پیښې پر ضد نن مازدیګر د احتجاج اعلان کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG