د حماس غورځنګ د جمعې په ورځ، جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۲مه) وویل، چې د زندانیانو د راتلونکي تبادلې په لړ کې به د دوهګوني تابعیت لرونکي؛ یو امریکايي او یو فرانسوي یرغمل یو ځای خوشي کړي.
د حماس د پوځي څانګې ویاند، ابوعبیده، د جمعې په ورځ د دې ډلې د ټیلېګرام په ټولینزې شبکې کې وویل چې، ۳۵ کلن یاردن بیباس، ۶۵ کلن کیټ سیګل او ۵۴ کلن عوفر کالډرون به د شنبې په ورځ اسرائیل ته وسپارل شي.
یاردن بیباس د کفیر په نوم د یو نوي زېږېدلي ماشوم پلار دی چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسرائیل د حماس وسله والو د ناڅاپي برید پر مهال یوازې ۹ میاشتنی و. نوموړی همداراز د اریئل پلار دی چې د حماس د برید پر وخت څلور کلن و.
د کفیر، اریئل او د دوی د مور "شِیري" د برخلیک په اړه لا معلومات نشته؛ خو د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې حماس غورځنګ ویلي وو، چې دغه درې واړه د جګړې په لومړیو میاشتو کې د اسرائیل د بمباریو له امله وژل شوي دي.
دوهګوني تابعیت لرونکي یرغمل
۶۵ کلن کیټ سیګل، چې د اسرائیل او امریکا دوه ګونی تابعیت لري او له خپلې مېرمن "اویوا" سره یو ځای یرغمل شوی و، د حماس له خوا تېر کال په یوې خپرې شوې ویډیو کې ښکاره شو. د هغه مېرمن د ۲۰۲۳ کال د نومبر په لومړیو تبادلو کې خوشې شوه.
د ۵۴ عوفر کالډرون دوه ماشومان، ارس او سحر چې له خپل پلار سره یو ځای یرغمال شوي وو، هم د لومړۍ تبادلې پر مهال خوشې شول. د دې فرانسوي-اسرائیلي دوه ګوني تابعیت لرونکی یرغملشوي کورنۍ ویلي، چې د "زیاتې خوښۍ او دردناکې وېرې" ترمنځ د هغه خوشې کېدو ته انتظار باسي.
د پنجشنبې د ورځې تبادله
حماس د پنجشنبې په ورځ درې اسرائیلي یرغملشوي او پنځه تایلنډي وګړي خوشې کړل چې د لنډ ځنډ وروسته اسرائیل هم ۱۱۰ فلسطیني بنديان آزاد کړل.
د اوربند تړون او د بنديانو د آزادۍ بهیر
د هغه اوربند پر بنسټ چې د حماس او اسرائیل ترمنځ له ۱۵ میاشتنیو جګړې وروسته ټینګه شوه، پریکړه شوې چې د اوربند په لومړیو شپږو اونیو کې د حماس له بند څخه ۳۳ اسرائیلي یرغملشوي په مقابل کې د سلګونو فلسطیني زندانیانو خوشې کېدو ته لاره هواره شي. په دغو زندانیانو کې داسې کسان هم شته چې د اسرائیل له خوا د عمر بند سزا ورکړل شوې ده.
تر اوسه ۱۵ یرغملشوي، چې پکې پنځه ټایلنډي کارګران هم شامل دي، د شاوخوا ۴۰۰ فلسطیني زندانیانو په مقابل کې تبادله شوي دي.
بلخوا حماس اسرائيلو ته ویلي چې د یادو ۳۳ یرغملشویو له ډلې اته کسان مړه شوي دي. د حماس د بنديانو د معلوماتو دفتر وايي، د شنبې په ورځ د درې اسرائیلي یرغمل شویو په بدل کې ۹۰ فلسطیني زندانیان خوشې کېږي، چې په کې ۹ کسان د عمري بند سزا او ۸۱ نور د اوږدو بندونو باندې محکوم وو.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو، چې د اکتوبر پر اوومه د حماس د وسله والو د ناڅاپي برید له کبله د اسرائیل د استخباراتي ناکامۍ له امله د کور دننه له پراخو نیوکو سره مخ دی، تورن شوی چې د جګړې په لومړیو کې د یرغملشویو د خوشې کولو د تفاهم د لاسلیکولو په برخه کې یې ځنډ کړی دی.
د اوربند د تړون سره ځینې مخالفتونه
په داسې حال کې چې ځینې اسرائیلي وګړي د اوسني تړون ملاتړ کوي، نور بیا له دې تړون سره مخالف دي. دوی باور لري چې دا تړون د یرغملشویو برخلیک مبهم پرېښی او حماس ته یې د دې زمینه برابره کړې چې د څو میاشتنیو بمباریو او د غزې د سیمهییز مشر، یحیی السنوار د وژل کېدو سره سره، د غزې د تړانګې د کنټرول وساتي.
بشردوستانه مرسته او د اوربند دوام
د دغه اوربند په مرسته د غزې تړانګې لږ تر لږه د لنډمهاله بشري مرستو د رسېدو فرصت پیدا کړی، خو د "انروا" یا د فلسطیني کډوالو د مرسته کوونکې ادارې د اړیکو مسوولې، جولیت توما، د جمعې په ورځ په جینوا کې د یوې خبري ناستې پر مهال خبرداری ورکړ، چې که اسرائیل د ددغه دفتر پر فعاليتونو د بندیز پالیسۍ ته دوام ورکړي او د مرستندویه ټیمونو د کار خنډ شي، د غزې دا لنډمهاله ارامي به له خطر سره مخ شي.خو نوموړې زیاته کړه چې اوسمهال د آنروا فعالیتونه روانې دي.
په اسرائیل د حماس وسله والو د اکتوبر د ۷مې برید چې په کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او له ۲۵۰ ډېر یرغمل شول، د هولوکاست وروسته د یهودي ټولنې لپاره تر ټولو مرګونی برید بلل کېږي.
د غزې د روغتیا وزارت د احصائیې له مخې، پر غزې د اسرائیل په غچ اخیستونکې هوايي او ځمکنو بریدونو کې څه باندې ۴۷ زره فلسطینیان وژل شوي،د غزې ډېره برخه ویجاړه شوې او اوس وخت د غزې په تړانګه خلک د درملو، سون توکو او خوراکي موادو له سخت کمښت سره مخ ده.
فورم \ دبحث خونه