د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل او حماس د یرغمل او بندیانو تبادله؛ څلور اسرائیلۍ پوځیانې او ۷۰ فلسطیني بندیان خوشې شول


د اسرائیل او حماس ترمنځ د یرغمل او بندیانو تبادله
د اسرائیل او حماس ترمنځ د یرغمل او بندیانو تبادله

د فرانس پرس اژانس د شنبې په ورځ،‌ جنوري ۲۵ (سلواغې شپږمه) راپور ورکړی چې د اسرائيل د پوځ څلور یرغمل شوې سرتېرې په غزه کې له خوشې کېدو وروسته په پوځي چورلکه کې د اسرائیل په مرکزي ښار پیتا تیکوا کې د بیلینسن روغتون ته انتقال شوې دي.

د اسرائيل د روغتیا وزارت تائید کړې ده چې څلور خوشې شوې پوځیانې د رابین طبي مرکز ته رسیدلې دي او د دوی کارمندان چمتو دي "د دغو میرمنو لپاره چې په غزه کې یې ۴۷۷ ورځې په بند کې تیرې کړې دي د رواني ملاتړ په ګډون هراړخیزه طبي پاملرنه" برابره کړي.

له دې وړاندې د اسرائيل پوځ په یو بیان کې ویلي و: "ډانیلا ګیلبو، لیري البګ، ناما لیوي او کارینا اریف له خپلو والدینو سره یوځای د اسرائيل د هوايي ځواک په یوه چورلکه کې سپاره شوي ترڅو روغتون ته ورسول شي او هلته به دوی د خپلو کورنیو له نورو غړو سره یوځای شي او طبي درملنه به ترلاسه کړي".

دا څلور ځوانې میرمنې د شنبې ورځې په سهار لومړی په غزه ښار کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته وسپارل شوې او له هغې وروسته د اسرائيل پوځ د فلسطین له خاورې څخه بهر کړې.

د ۷۰ فلسطیني بندیانو خوشې کېدل

د فرانس پرس اژانس د شنبې په ورځ،‌ جنوري ۲۵ (سلواغې شپږمه) د سیمه‌ییزو رسنیو په حواله راپور ورکړی دی چې د اسرائيل له لورې ۷۰ فلسطیني زندانیان له خوشې کېدو وروسته په بسونو کې مصر ته رسېدلي دي.

د مصر د دولتي رسنیو د راپور په اساس د غزې د اوربند د تړون د یوې برخې په توګه د اسرائيل لخوا خوشې شوي ۷۰ فلسطیني زندانیان د شنبې په ورځ په بسونو کې مصر ته ورسیدل.

القاهره نیوز چې د مصر له دولتي اطلاعاتو سره تړاو لري وویل دا شمېر فلسطیني بندیان چې د اسرائيل لخوا "اخراج" شوي دي د درملنې لپاره به په مصر کې روغتونونو ته انتقال شي.

د هغه نوملړ په اساس چې له دې وړاندې د اسرائيل چارواکو لخوا خپور شوی و څه باندې ۲۳۰ فلسطینیان چې ټاکل شوې د دې توافق له مخې خوشې شي،‌ پر اسرائيل باندې د مرګوني بریدونو له امله په ابدي حبس محکوم دي او له خوشې کېدو سره سم به د تل لپاره د فلسطین له خاورې څخه وایستل شي.

په هغې ویډیو کې چې د شنبې په ورځ نشر شوي لیدل کېږي چې دا شمېر فلسطیني زندانیان خړې ورزشي جامې په تن لري او د رفع له پولې هاخوا د مصر په خاوره کې له بسونو څخه ښکته کېږي.

د فلسطیني بندیانو د چارو د کمېټې مشر امین شومان فرانس پرس ته وویل د اسرائيل له زندانونو څخه خوشې شوي دا زندانیان به مصر ته له رسېدو وروسته "د استوګنې لپاره الجزایر، ترکیه یا تونس غوره کړي".

دا شمېر فلسطیني زندانیان چې د اسرائيل د نیګیو دښتې د کټزویټ له زندان څخه مصر ته لیږدول شوي د هغو ۲۰۰ بندیانو د ډلې برخه ده چې د شنبې په ورځ په غزه کې د حماس لخوا د څلورو اسرائیلي یرغمل شویو کسانو په بدل کې خوشې شول.

مصر چې د قطر او متحده ایالاتو په ګډون یې د سولې پدې خبرو کې منځګړتوب کړی، له دې وړاندې ویلي و چې اسرائيل به د غزې د اوربند په لومړي پړاو کې د ۳۳ اسرائیلي یرغمل شویو کسانو په بدل کې له ۱۸۹۰ څخه زیات فلسطیني بندیان خوشې کړي.

د فرانس پرس د راپور له مخې د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې بندیان به د اوربند د لومړي ۴۲ ورځني پړاو په جریان کې خوشې شي.

د بندیانو تبادله داسې مهال کیږي چې ګڼ شمیر فلسطینیان خپلو ورانو شویو مېنو ته ستنیږي او له مصر څخه د غزې تړانګې ته د مرستو رسېدل هم ډیر شوي دي.

د اسرائیل او حماس تر منځ په غزې کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې وروسته تر هغې پیل شوه چې د حماس وسله الو په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ، شاوخوا ۱۲ سوه کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

په غزې باندې د اسرائیل په هوایي بمباریو او ځمکني یرغل کې بیا څه د پاڅه ۴۷ زره کسان وژل شوي چې د حماس تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي اکثریت وژل شوي ماشومان او میرمنې دي.

پداسې حال کې چې په غزې کې د اوربند منځګړي دواړه خواوې څاري خو د اورنبد یو شرط دا و چې دې تړانګې ته به بشري مرستندویه موادو استول ډیریږي او دا چې اسرائیلي ځواکونه به د غزې څخه اوځي. څارونکي همدارنګه کوښښ کوي په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ دایمي اوربند وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG