د لاس رسي وړ اتصالات

په بلخ کې د زعفرانو د پروسس په شرکتونو کې سلګونو ښځو ته د کار زمینه برابره شوې


په بلخ کې د زعفرانو د پروسس په شرکتونو کې سلګونو ښځو ته د کار زمینه برابره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

پداسې حال کې چې د طالبانو حکومت انجونې له ښوونځیو ګرځولي او ښځو ته د کار کولو حق نه ورکوي بل لورته د خصوصي سکټور یو شمیر شرکتونو په تیره بیا د زعفرانو د پروسس په برخو کې ښځو ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده.

پداسې حال کې چې د طالبانو حکومت انجونې له ښوونځیو ګرځولي او ښځو ته د کار کولو حق نه ورکوي بل لورته د خصوصي سکټور یو شمیر شرکتونو په تیره بیا د زعفرانو د پروسس په برخو کې ښځو ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده.

په بلخ کې د زعفرانو د پروسېس په یوه شرکت ۱۹۰ ښځو ته د کار کولو زمینه برابره شوې خو پدغه شرکت کې کارکوونکې ښځې وايي، چې د زعفرانو کار موقت دی او له یوه میاشت کار وروسته بیا بې کاره وي.

په بلخ کې د زعفرانو د پروسېس د نورس زعفرانو په نوم په یوه شرکت کې یوه کارکونکې صفورا نورزۍ وايي چې کار کول له دوی سره مرسته کوي چې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې حل کړي.

د صفورا په وینا چې په دغه شرکت کې له دوی سره داسې ښځې کار کوي چې د لېسانس او ماسټرۍ په کچه یې زده کړې کړي دي.

دا میرمن وايي، چې دغو مېرمنو د جمهوریت په وخت کې په مختلفو اداراتو کې کار کاوه خو دا چې اوس د طالبانو له خوا پرې دکار بندیز لګېدلی دی، دغه مېرمنې له مجبورۍ په دغه شرکت کې کار کوي.

صفورا وویل: "دلته داسې ښځینه هم دي چې زده کړې یې کړي دي. د جمهوریت په وخت کې وظیفه هم درلوده. یا یې دفترونو کې کار کاوه یا شرکتونو کې. اوس امارت اسلامي هم نه غواړي چې ښځې په دفترونو کې کار وکړي. همدې خاطر راغلي دي چې دلته کار وکړي. زده کړې یې هم کړي دي، لېسانس دي، ماسټري یې هم کړې.".

اغلې صفورا وايي چې کار کول ښځو سره مرسته کوي چې په رواني ناروغیو اخته نه شي او هم کولی شي چې له دې لارې خپل ضرورتونه حل کړي.

صفورا زیاتوي چې په دغه شرکت کې له دوی سره داسې ښځې هم کار کوي چې په کور کې هېڅ نارینه کاریګر نه لري. هغه وايي چې دولت دې داسې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي ترڅو وکولای شي خپلې کورنۍ او اولادونه له ولږي وژغوري.

زعفران د کوکنارو یو ښه بدیل ګڼل کېږي.

له هغه راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي، دغې ډلې په مختلفو ادارو کې د مېرمنو په کار کولو بندیزونه لګولي دي، خو مېرمنې وايي چې کور کې کېناستل او د خپلې خوښې کار نه کولو له امله دوی له رواني ستونزو سره مخ کېږي او کورنۍ یې اقتصادي زیانونه ویني.

روغتیا پوهان وايي چې رواني ناروغۍ په مېرمنو کې د په نشه یي توکو د روږدي کېدو یو اصلي لامل کېدلای شي.

XS
SM
MD
LG