د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ښځینه سینګارتونونه وتړل شول؛ زرګونو ښځو روزګار له لاسه ورکړی


په افغانستان کې په زرګونو ښځینه سینګارتونونه د سه شنبې په ورځ جولای ۲۵ (زمري درېیمه) د طالبانو په حکم وتړل شول او له کبله یې په زرګونو مېرمنو چې زیاتره یې د خپلو کورنیو یوازنۍ نفقه ګټونکې دي، روزګار له لاسه ورکړی دی.

سینګارتونونه په دغه بې وزلي هېواد کې د ډیرو کورنیو دپاره د عاید منبع او د ښځو د پاره د ټولنیزې بوختیا سرچېنه ګڼل کېده.

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو په اساس، پر سینګارتونونو بندیز په دغه هېواد کې په شاوخوا ۱۲ زره سینګارتونونو کې نږدې ۶۰ زره ښځې بې روزګاره کړي دي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې له بیاواکمنېدو راهیسې، د طالبانو حکومت د نجونو او ښځو تعلیم او کار محدود کړی او پارکونو، تفریحي ځایونو او جیمونو ته یې د ښځو پر تګ باندې بندیز لګولی دی.

په یو وروستي فرمان کې طالبانو تیره میاشت د هیواد په کچه د زرګونو ښځینه سینګارتونونو د تړلو امر وکړ.

په کابل کې سینګارتون ته تلونکې بهارا وویل: "موږ دلته د دې لپاره راتلو چې د خپل راتلونکي په اړه خبرې وکړو. اوس دا حق هم له موږ څخه واخیستل شو. ښځو ته د تفریح ځایونو ته د تللو اجازه نه ورکول کیږي، نو موږ څه وکړو؟ د تفریح او یو بل لیدلو دپاره چیرته لاړې شو؟"

تیره اونۍ، طالبانو په کابل کې هوايي ډزې وکړې او هغه لاریون کوونکې ښځې یې تیت او پرک کړې چې د سینګارتونونو بندولو د فرمان خلاف یې مظاهره کوله.

د سه شنبې په ورځ، په کابل کې ډیر سالونونه تړل شوي وو، پداسې حال کې چې یو شمېر یې د ورځې ترپایه د ټاکلې مودې تر پوره کېدو پورې پرانیستي پاتې وو.

د یو سینګاتون مالکې وویل هغه مجبوره کړل شوې چې یو لیک لاسلیک کړي او ومني چې سینګارتون په خپله خوښه بندوي او د فعالیت جواز به چارواکو ته تسلیموي.

نوموړې د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "هغه صحنه ډیره ویرونکې وه – خلک له پوځي موټرو او ټوپکونو سره راغلي وو... یوه ښځه د دومره زور او فشار په مقابل کې څه کولی شي."

د طالبانو د امر بالمعروف والنهي عن المنكر وزارت د جون په میاشت کې د سینګارتونونو د جبري بندیدو دپاره مهلت اعلان کړ.

وزارت ادعا کړې چې د ښځو ځینې سینګارونه غیرشرعي دي او په سینګار پیسې لګول پر بې وزلو کورنیو فشار زیاتوي.

د وزارت په خپور شوي فرمان کې زیاته شوې چې زیات "میک اپ" د لمانځه لپاره ښځې په لازمه بڼه له اودس څخه منع کوي، او د بڼو مصنوعي غزول او د ویښتانو اوبدل هم منع دي.

پدې فرمان کې چې یوه کاپي چې فرانس پرس ترلاسه کړې، ویل شوي چې دا فرمان د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د لفظي لارښوونو پراساس خپور شوی دی.

د تیر حکومت په شل کلنې واکمنۍ کې په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې ګڼ شمېر ښځینه سینګارتونونو کار پیل کړی و.

دغه سینګارتونونو ته د ښځو دپاره د یو خوندي ځای په توګه کتل کیدل چې یوازې ښځې ورتلای شوې او ډیرو پکې د ودونو او نورو خوښیو دپاره ځانونه چمتو کول.

د طالبانو د حکومت د واکمنۍ پر مهال په زرګونو ښځینه دولتي کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا هم پر کور کښېنول شوي او معاش ورکول کیږي.

د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ له خوا تېره میاشت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په یوه راپور کې ویل شوي وو چې په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو وضعیت "په نړۍ کې تر ټولو بد" دی.

بینیټ وویل: "د ښځو او نجونو په وړاندې جدي، سیستماتیک او بنسټیز تبعیض د طالبانو د ایډیالوژۍ او واکمنۍ اساس جوړوي، او کیدای شي چې جنسیتي اپارتایډ وګڼل شي."

XS
SM
MD
LG