د لاس رسي وړ اتصالات

ټېلرس: کډوالو امریکا ته "لوي ارزښتونه" راوړي دي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن په مکسیکو کې ویلي دي چې کډوال له سره ځان سره امریکا ته "لوي ارزښتونه” راوړي دي خو امریکا داسي ښه منظم انظباط نه لري چې دغه هېواد ته د کډوالو د راتلو بهیر کنټرول کړي.

ټېلرسن د جمعې په ورځ [فبرورۍ ۲] له خپل مکسیکوي سیال لویس ویدګاري سره په مکسیکو سيټي کې تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې واشنګټن په تیرو څو کلونو کې د مهاجرینو د کنټرول لپاره "له ګڼو میکانیزمونو" څخه استفاده کړې ده خو هېڅکله یې د ستونزې د بشپړې اوارۍ لپاره کار نه دی کړی.

د ټېلرسن په باور په امریکا کې مهاجرت له "عادي نظم څخه وتلی دی"، ځکه په وینا یې ولسمشر ټرمپ پر کانګرس فشار راوړي چې د مهاجرت په اړوندو قوانینو کې اصلاحات راولي.

د مکسیکو حکومت د غیرقانوني مهاجرو د راکابو کولو په خاطر د ولسمشر ټرمپ د پلانونو پر وړاندې څو وارې مخالف دریځ غوره کړی دی.

ښاغلی ټېلرس د مکسیکو له ولسمشر انیریک پینیه نیټو سره هم د بندو دروازو ترشا خبرې کړي دي. دا لیدنه په داسې یو وخت کې وشوه چې امریکا خبرداری ورکړی چې د کاناډا، مکسیکو او امریکا ترمنځ له تجارتي قرارداد څخه چې "نفټا" یې بولي، وځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لاتینې امریکا هېوادونو ته د خپل سفر په جریان کې، ارجنټاین، پیرو، کولمبیا او جامیکا ته هم سفر کوي.

XS
SM
MD
LG