د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او ترکیې د داعش خلاف پر راتلونکو اهدافو خبرې وکړې


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان نن له غونډې نه مخکې د عکس لپاره ولاړ دي
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان نن له غونډې نه مخکې د عکس لپاره ولاړ دي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته یو ورځنی سفر درلود چې داعش د ډلې پرخلاف د جګړې په اړه د هغه هیواد له مشرانو سره خبری وکړي. هغه په انقره کې د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردغان، صدراعظم بن علی یلدرم او د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره ولیدل.

د ښاغلي ټلرسن او د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردغان ترمنځ وروسته له هغه دغه غونډه وشوه چې ترکیې وویل د سوریې په شمال کې یې خپل پوځي عملیات په یو داسې وخت کې پای ته رسولي چې هلته د اسلامي دولت د ډلې پرخلاف د جګړې په اړه د دواړو لوریو ترمنځ اختلافات موجود وو.

هغه د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره له لیدنې وروسته په یو خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالات د اسلامي دولت د ډلې یا داعش په وړاندي ائتلاف کې د ترکیې له ونډې نه ډیر منندوی دی.

هغه وویل "ننۍ خبرې د اوږدې مودې په دریو هدفونو متمرکزې وي: داعش ته د ماتې ورکولو لپاره ګډ کار، په سیمه کې ثبات راوستل او د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي اړیکو پیاوړي کول."

د متحده ایالاتو دغه لوړپوړي دیپلومات زیاته کړه چې د خبرو ټینګار پر دې وو چې په نیول شویو سیمو ته د داعش د بیرته ورتګ مخه او په ټولنیزو شبکو کې د هغوی د جلب او جذب مخه ونیول شي.

ښاغلي ټلرسن همداراز د ترکیې له صدراعظم بن علی یلدرم سره هم لیدنه درلوده.

ښاغلي یلدرم د چهارشنبې په ورځ ناوخته د ترکیې د ان-ټي-وي له تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل چې د فرات د سپهر په نامه عملیات پای ته رسیدلي او د هغه هیواد سرتیرو او د هغوی متحدو یاغیانو د ترکیې او سوریې د پولې ترمنځ پرته سیمه خوندي کړې ده.

د ترکیې صدراعظم وویل "مونږ ۲۰۱۵ متر مربغ سیمه خوندي کړه. د الباب له نیولو وروسته د سوریې آزاد پوځ هلته ځای پرځای شوی دی. له ترکیې نه سوریایان بیرته سیمې ته ستانه شوي او ژوند بیرته عادي حالت ته اوښتی دی."

خو هغه خبرداری ورکړ چې که داعش یا نور وروسته د سیمې امنیت ته ګواښ پیښ کړي، نو هیواد به یې بیا عملیات پیل کړي.

یلدرم مخکې ویلي وو چې متحده ایالات د اسلامي دولت ډلې نه د رقې د نیولو په جګړه کې د کردي ځواکونو په شاملولو سره د ناټو له یو متحد هیواد سره خپلو روابطو ته زیان رسوي.

ولسمشر اردغان ته نژدې سرچینې وايي چې د ترکیې ولسمشر له ښاغلي ټلرسن سره په خپله غونډه کې د ترهګرۍ پرخلاف له سمو او مشروعو لوبغاړو سره د کار کولو پر اهمیت ټینګار وکړ. ترکیه له دې امله په غصه ده چې متحده ایالات د سوريې د هغې کردي ډلې ملاتړ کوي چې انقره یې دښمنه بولي.

دواړو خواوو همدارازد فتح الله ګولن د سپارلو په اړه هم خبرې وکړي چې په متحده ایالاتو کې اوسیږي او ترکیه یې د جولای میاشتې د ناکامې کودتا د پلانولو لپاره ګرم ګڼي.

XS
SM
MD
LG