د لاس رسي وړ اتصالات

د چين د ځمکنيو ځواکونو قومندان د پاکستان د صدراعظم او لوی درستيز سره کتلي


بیجنګ د چین – پاکستان اقتصادي لارو د پروژو په ترڅ کې په بلوچستان کې د ګوادر بندر ترڅنګ د پاکستان په مختلف سيمو کې د ميلياردونو ډالرو پانګونه کړې ده.
بیجنګ د چین – پاکستان اقتصادي لارو د پروژو په ترڅ کې په بلوچستان کې د ګوادر بندر ترڅنګ د پاکستان په مختلف سيمو کې د ميلياردونو ډالرو پانګونه کړې ده.

د چين د ځمکنيو ځواکونو عمومي قومندان جنرال لي چياومينګ د پاکستان له صدراعظم شهباز شريف او د پوځ له لوی درستيز جنرال عاصم منير سره بېل بېل ملاقاتونه کړي دي.

د پاکستان حکومتي اعلاميه کې راغلي چې شهباز شريف د اګست پر ۲۶مه (وږی ۵) په اسلام اباد کې له چينايي قومندان سره د ليدنې پر مهال وويل چې پاکستان او چين له لسيزو راهيسې "ستراتيژيکې اړيکې" لري او د بيجنګ او اسلام اباد اړيکې په پاکستان کې پراخ "ولسي، سياسي او اداري ملاتړ " لري.

پر دې مهال جنرال لي چياومينګ وويل چې چين د يو "باوري ملګري" په حيث له پاکستان سره اړيکو ته تر ټولو زيات "لومړيتوب" ورکوي.

بل خوا د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ويلي چې جنرال لي چياومينګ د اګست پر ۲۶مه (وږی ۵) په راولپينډۍ کې د پاکستان پوځ په مرکزي دفتر کې له جنرال منير سره په ليدنه کې د "شريکو ګټو، سيمه ييز امنيت، پوځي روزنې او د دوه اړخيزو دفاعي مرستو" د لا زياتولو لپاره د اقداماتو په اړه خبرې وکړې.

خبرپاڼه زياتوي چې جنرال منير د پاكستان او چين د پوځونو ترمنځ پر "پياوړو اړيكو" ټينګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د دوه اړخيزو "پوځي مرستو د دوام" څرګندونه وکړه.

د خبرپانې په خبره، د چين د ځکمنيو ځواکونو عمومي قومندان د ترهګرۍ او سختدريځۍ پر ضد د پاکستان د هلو ځلو "ستاينه" وکړه.

بیجنګ د چین – پاکستان اقتصادي لارو د پروژو په ترڅ کې په بلوچستان کې د ګوادر بندر ترڅنګ د پاکستان په مختلف سيمو کې د ميلياردونو ډالرو پانګونه کړې ده.

بل خوا په پاکستان کې بلوڅ بېلتون غوښتونکي ډلې تور پورې کوي چې چينايان د اسلام اباد په مرسته د بلوچستان پر وسايلو د قبضې هڅې کوي نو ځکه ورباندې بريدونه کوي.

دا وسلوالې ډلې وخت ناوخته د پاکستان پر امنيتي سرتېرو، دولتي چارواکو او داراز، د چین-پاکستان اقتصادي لارې د پروژو پر چینايي کارکوونکو او نورو چینايي وګړو د بريدونو مسوليت هم مني.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG