د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند د پولیسو مشران بدل شول


د نوي کابل بانک مخې ته د لښکرګاه د تیرې اونۍ په برید کې ۳۵ تنه وژل شوي وو او تر پنځوسو زیات نور ټپیان شوي وو.
د نوي کابل بانک مخې ته د لښکرګاه د تیرې اونۍ په برید کې ۳۵ تنه وژل شوي وو او تر پنځوسو زیات نور ټپیان شوي وو.

افغان حکومت د هلمند د لښکرګاه ښار کې د نوي کابل بانک مخې ته د خونړي برید وروسته د دغه ولایت د پولیسو دوه لوړپورې چارواکي بدل کړي دي.

د هلمند لپاره نوي امنیه قومندان او د پوليسو د ۵۰۵ بست زون قومندانان نن خپلي دندي پیل کړې.

مل پاسوال عبدالغفار صافی د هلمند د نوي امنیه قوماندان او مل پاسوال محمد داود تره خېل د هلمند د پوليسو د ۵۰۵ بست زون د قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.

دغه ټاکلنې په لښکرګاه کې د تر شوې خونړي موټر بم ځان وژونکې حملې پنځه ورځې وروسته شوي دي.

د لښکرګاه ښار کې د نوي کابل بانک مخې ته په موتر بم برید کې چې مسؤلیت یې طالبانو په غاړه اخیستی ۳۵ تنه وژل شوي او له ۵۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د دې وړاندې مل پاسوال اقا نور کینتوز د هلمند د امنیه قوماندان او مل پاسوال محمد رحیم چغانسوري د ۵۰۵ بست زون د پولیسو د قوماندان په توګه دندې تر سره کولې.

د هلمند والي حیات الله حیات امریکاغږ ته وويل چې دا د پوليسو په لیکو کې د اصلاحاتو په برخه کې مهم ګامونه دي چي د دوی په وړانديز مرکزي حکومت پورته کړي دي.

ښاغلي حیات وویل "ولسمشر د اختر په لومړۍورځ د ویډیويي کنفرانس له لارې ژمنه کړې وه چې د نا امنه ولایتونو د حالتو د سمون لپاره به ژور اصلاحات رامنځ ته کړي".

تر اوسه لا نده څرګنده چې د هلمند د پوليسو د مخکنیو مسئولینو سرنوشت به څه وي خو په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو قوماندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي امریکاغږ ته وويل چې په لښکرګاه کې د نوي کابل بانک د څانګې مخ ته په خونړۍ چاودنه کې د پوليسو د ځینو منصبدارانو غفلت جدي نیول کیږي.

جنرال احمدزي وویل "له شک پرته د کابل بانک د څانګې مخ ته پېښه بده پېښه وه او د امنیت په ساتلو کې پوليسو غفلت کړی چي پوښتنه يې حتمی کیږي".

د هلمند د ولایتي شورا ریس محمد کریم اتل امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې په هلمند کې د پوليسو په لیکو کې اصلاحات د ولسوالیو له مسئولینو را پيل شي او تر لوړي کچې باید دا اصلاحات رامنځ ته شي.

ښاغلي اتل وویل " دغه اصلاحت د هلمند د مرکز او ولسوالیو له امنیت سره مرسته کوي".

د هلمند له ۱۴ ولسوالیو څخه يې سنګین، نوزاد، باغران، موسی کلا، دیشواو ناوه د دولت د وسله والو مخالفینو په ولکه کې دي. د مارجې او نادعلي ولسوالیو ته تر یوه کال کلا بندی وروسته تیره اونۍ د ځمکې له لارې اکمالات و رسول شول او پاته نوري ولسوالۍ لا هم له جدي امنیتي ننګونو سره مخ دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG