د تورخم او چمن دروازې له کابله تر پېښوره، له کوټې تر کندهاره او له کراچۍ تر لاهوره د افغانستان او پاکستان د میلیونونه وګړو او سلګونو سوداګرو د اقتصادي ژوند شاهرګ ګڼل کېږي خو د دواړو هېوادونو ترینګلو اړیکو له کبله پر لارو برخلیک تل پر نازک تار راځوړند وي.
که یوې غاړې ته هم حکومتي لوری یو داسې ګام واخلي چې د هغې بلې غاړې خوښ نه وي نو زور او غوسه یې د تورخم او چمن تر دروازو وځي.
د دغه لارو له بندېدو څخه په ورځني حساب د دواړو خواوو لویو او وړو سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ او کلدارې تاوان اوړي، او د دوو لاسونو مزدورکاره خلک هم زښت ډېر اغېزمن کېږي.
یاده دې وي چې پاکستانیو امنیتي ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۱مه پورې غاړې ته د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د مورچو جوړولو پر سر د لانجې له کبله ور وتاړه چې ورسره سم سوداګري ودرېده او دولتي دفترونه تړلي پراته دي.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تورخم دروازه د فبرورۍ پر ۲۳مه پر درېیمه ورځ هم تړلې وه.
په تورخم کې د ګمرکونو د تصفیه کوونکو د اتحادیې رئیس مجيب خان شينواری وايي، څلور مياشتې وړاندې سوداګرو ته په ورځني حساب د اوښتو تاوانونو تخمین شوی چې د وارداتو په لړ کې يې د ورځې ٥.٢ ميليون ډالره او د صادراتو په لړ کې يې ٥٤٠ ميليونه روپۍ تاوان کيږي۔
نوموړي د فبرورۍ په ٢٣ ( کب پنځمه ) امريکا غږ ته وويل، "کله چې دروازه و تړل شي نو دوی تر ماښامه پورې انتظار وکړي خو چې بيا هم نه پرانيستل کيږي نو بيا دوی هڅه کوي چې له ځايي حکومتي چارواکو سره اړيکه ټينګه کړي او ورسره د لاريون له لارې خپل غږ لوړ پوړو چارواکو ته رسوي تر څو چې لاره نه وي پرانيستل شوې. "
د پېښور په فردوس بازار کې يو سوداګر حاجي رفيع الله وايي چې بايد دواړه هېوادونه په وړو وړو شخړو د تورخم او نورو دروازو تړلو څخه ځکه ډډه وکړي چې په داسې پرېکړو يې لوی زيان سوداګرو ته رسېږي.
نوموړي د فبرورۍ په ٢٣ ( کب پنځمه ) امريکا غږ ته وويل، "بايد د پاکستان او افغانستان چارواکي په خپلو کې سره کېني او د سوداګرو دپاره په مستقل ډول يو داسې پلان جوړ کړي چې د تورخم پر دروازه ښه اغېزه واچوي چې د دواړو هېوادونو د سوداګريز بازارونو ته ښې پايلې راوړي۔"
په کابل کې د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او صنعت خونې پخوای مشر، خان جان الکوزي وايي لکه څنګه چې د پاکستان او هندوستان تر مينځ له تېرو شپېتو کالو کلکه دښمني روانه ده خو بيا هم د واګا سرحدي دروازه نه تړل کيږي نو د افغانستان او پاکستان تر مينځ خو دښمني هم نشته نو بيا ولې تل له دواړو خواوو داسې چلند کيږي۔
خان جان الکوزي وويل: "د تورخم تړل کیدل نه يوازې د دواړو هيوادونو سوداګرو ته زیان رسوي بلکې په بازار کې د بيو د لوړیدو لامل هم ګرځي خو د دې تر څنګ د دواړو هېوادونو ولسونه هم لوی زيان ته مخامخ شي ځکه چې کله دروازه و تړل شي نو بيا د مال ليږدونکو لاريو په شمول ډير ناروغان د درملنې لپاره روغتون ته تر رسېدو وړاندې خپله ساه ورکړي يا په سخت ذهني او بدني اذيت کې د دروازې د پرانيستلو انتظار کوي . بايد د دواړو هېوادونو چارواکي د خبرو اترو له لارې دا ستونزې په جدي توګه هوارې کړي۔"
په پېښور کې د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او صنعت خونې يو مسئول شاهد حسين وايي "د تورخم او چمن د دروازو تړلو ستونزه به په جدي ډول هله پای ته رسيږي تر څو چې د دواړو هيوادونو چارواکي د سوداکړۍ د ودې په خاطر خبرې اترې دوامدارې و ساتي او لارې نه تړي نو به هيڅوک هم نه زيانمن کيږي۔"
په کوټه بلوچستان ايالت کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مخکښ عبدالرحيم زيارتوال امريکا غږ ته وويل چې د پاکستان او افغانستان پر پوله دواړه خواوو ته پښتانه ژوند کوي او چې کله د چمن , تورخم يا نورې دروازې و تړل شي نو تر رياستونو لوی تاوان يې سوداګرو او ولسونو ته رسيږي۔
هغه وويل "چې نوره نړۍ د افغانستان له لارې د اروپا منډۍ ته رسېدل غواړي خو يواځې پاکستان دی چې د اړيکو سمولو پر ځای په لوی لاس دغه لارې وتړي۔ بايد چې د دواړو هېوادونو چارواکي د سوداکرو په زيان ځان خبر کړي او خپل مالونه د افغانستان له لارې نورې نړۍ ته و رسوي۔"
ياده دې وي چې د طالبانو ادارې او د پاکستان حکومت ترمينځ په دې وروستيو کې اړيکي ترینګلي دي. اسلام آباد ادعا لري چې طالبان د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو ډلو د فعاليت مخه نه نيسي. د طالبانو اداره دا تورونه ردوي.
فورم \ دبحث خونه