د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د افغانستان او پا کستان ترمنځ د تورخم سرحدي لار چې جمعې د شپې راهیسې د پاکستاني سرحدي ساتوونکو له خوا تړل شوې، د یکشنبې په ورځ د دوېیمې ورځې لپاره هم د هرډول تګ راتګ پرمخ تړلې پاتې شوې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۳ (کب پنځم ) د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د تورخم د کمیسار ملا عبدالجبار حکمت له قوله ویلي چې تورخم لار نن دوهمه ورځ هم د هر ډول تګ - راتګ پر مخ تړلې ده.
باختر اژانس ویلي، چې د لارې بندېدو له امله د کرښې دواړو غاړو ته ولسونه له ستونزو سره مخ دي. د تورخم کمیسار له خلکو غوښتي، چې تر بلې خبرتیا پورې دې پر دغې لارې له سفر ډډه وکړي.
ننګرهار په ولایت کې د طالبانو سرحدي چارواکو ویلي چې پاکستاني سرحدي ساتوونکو دغه لار د جمعې په شپه ۱۰ بجو راهیسې تړلې ده.
دمخه د طالبانو د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت د لارې د بندیدو علت د طالبانو د سرحدي ساتوونکو له له خوا د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د نویو امنیتي پوستو جوړیدل ښودلي وو.
هغه ویلي: " کله چې هم افغان لوری [طالبانو امنیتي ځواکونه] د خپلې خاورې دننه د امنیتي پوستو پر جوړولو کار پیل کړي، پاکستانی لوری پرته له خبرداري لار تړي او ولس له ستونزو سره مخ کوي".
پاکستاني امنیتي ځواکونو له تراوسه ددغې لارې د بندیدو په اړه څه نه دي ویلي.
په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوي تصویرونو کې لیدل کیږي چې د سرحد دواړو خواو ته د ناروغانو په ګډون په سلګونو کسان بند پاتې دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستانی د تورخم لار د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د امنیتي تاسیساتو د جوړیدو له امله تړل کیږي.په تیر کې هم دغه لار د دواړو خواو ترمنځ د نښتو وروسته څو ځلې بنده شوې ده، خو دا ځل د کومې نښتې پرته تړل شوې ده.
د تورخم پر لار نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هره ورځ په زرګونو کسان تګ راتګ کوي، بلکې دا لار د افغان سوداګرو له خوا د پاکستان د کراچۍ بندر څخه د ترانیزیټي مالونو د انتقال لپاره هم کارول کیږي.
ددې سربیر ه دا لار د پاکستان او منځنۍ اسیا د هیوادنو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټي مالونو د انتقال لپاره هم کارول کیږي.
دا په روان ۲۰۲۵ کال کې لومړی ځل دی چې د تورخم لار د هرډول تګ راتګ پرمخ تړل کیږي، تیرکال دا لارڅو ځلې د ورته ستونزو او د سرحد په اوږدو کې د دواړو خواو ترمنځ د نښتو له امله تړل شوې وه.
فورم \ دبحث خونه