د لاس رسي وړ اتصالات

چمن کې سوداګرو او لغړيانو د خپلو غوښتنو نه عملي کېدو وروسته بيا پرلت پيل کړی


پرلت تنظیموونکي وايي چې د پاکستان حکومت یې د غوښتنو له منلو په شا شوی او دوی د سه شنبې د ورځې اګست له ۱۳ ( زمري ۲۳) يې په چمن ښار کې يو ځل بيا پرلت پیل کړی دی.
پرلت تنظیموونکي وايي چې د پاکستان حکومت یې د غوښتنو له منلو په شا شوی او دوی د سه شنبې د ورځې اګست له ۱۳ ( زمري ۲۳) يې په چمن ښار کې يو ځل بيا پرلت پیل کړی دی.

د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې ځايي سوداګرو او پنډيانو يا لغړيانو تر هغه وروسته يو ځل بيا پرلت پیل کړی چې په وينا يې حکومت له خپلو ژمنو په شا شوی دی.

د پرلت مشرغوث الله امريکا غږ اشنا ته وويل چې سر له سه شنبې د اګست له ۱۳ (زمري ۲۳) يې په چمن ښار کې يو ځل بيا پرلت پیل کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې د پاکستان حکومت د کندهار له سپین بولدک سره بې له سفري اسنادو د خلکو د تګ راتګ له ژمنې په شا شوی دی.

دا له هغه وروسته ده چې په چمن کې د ويزې او پاسپورټ پرضد نهه میاشتنی پرلت د جولای پر ۲۱مه (د چنګاښ پر ۳۱مه) پای ته ورسېد او هغه مهال د پرلت غړو او مشرانو وويل چې حکومتي مذاکراتي پلاوي ورسره د پخوا په څېر پر شناختي کارډ او تذکرو د تګ راتګ، د نیول شویو احتجاجیانو خوشې کولو او پرضد یې د مقدمو ختمولو غوښتنې ومنلې.

د جولای پر ۲۱مه (چنګاښ پر ۳۱مه) له پرلتوالو سره د مذاکراتو لپاره د حکومتي پلاوي يو غړي او د بلوچستان د لنډ مهاله حکومت ايالتي وزير ملک عنايت الله کاسي زرګونو پرلتوالو ته وويل چې اوس به د چمن او سپين بولدک ولس پر ډيورنډ کرښه ازاد تګ راتګ او تجارت کولای شي.

"سر له ننه (د جولای له ۲۱مې) به [د چمن او سپين بولدک تر منځ] ستاسو تګ راتګ پر شناختي کارډ او تذکره وي. هغه ځوانان چې شناختي کارډونه نه لري نو د هغوی لپاره مو د نادرا (د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو جوړولو ادارې) ۱۰ ګرځنده دفترونه چمن ته راوړي دي."

خو غوث الله امريکا غږ اشنا ته زياته کړه چې چارواکو تر څو ورځو پورې خلکو ته پر شناختي کارډ او تذکرو د تګ راتګ اجازه ورکړه خو اوس بیا پاسپورټ او ویزه غواړي.

که څه هم د پاکستان مرکزي يا د بلوچستان ايالتي حکومت په دې اړه تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ويلي خو څو ورځې وړاندې د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا الله لانګو رسنيو ته ویلي وو چې حکومت پر خپله ژمنه ولاړ دی او پنډیان بې له سفري اسنادو له سپین بولدک سره تګ راتګ کولای شي.

خو غوث الله وايي چې حکومت له پرلتوالو سره ژمنه کړې وه چې د چمن او سپین بولدک ټولو خلکو ته به پر ډيورنډ کرښه پر شناختي کارډ او تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکوي، چې د هغه په وينا حکومت اوس له خپلې ژمنې په شا شوی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په پیل کې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزې لرل لازمي کوي.

د دې په غبرګون کې د اکتوبر پر ۲۱مه په چمن کې پرلت پیل شو چې زیاتره ګډونوال یې هغه پنډیان يا لغړیان ول چې د چمن او سپین بولدک ترمنځ به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

پرلتوالو د چمن او سپین بولدک ترمنځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوله.

غوث الله وويل چې دا ځل به پرلت نور هم پراخوي. "دا وار به موږ لويې لارې بندوو. د بلوچستان [ايالتي] اسمبلۍ مخ به تړو او د کوټې هوايي ميدان به بندوو. د ګورنر (والي) دفتر مخ ته به هم پرلت وهو."

نوموړي زياته کړه چې د اګست پر ۱۴مه (د زمري پر ۲۴مه) په پاکستان کې د خپلواکۍ ورځ لمانځل کېږي خو دوی به پر دغه ورځ په تورو بيرغونو سره په چمن ښار کې احتجاجي لاريون کوي.

"موږ به د پرلت له ځايه د چمن د ډېپټي کمېشنر (انتظامي مشر) تر دفتره مظاهره کوو او بيا به بېرته د پرلت ځای ته ځانونه رارسوو."

د پاکستان مرکزي حکومت او د بلوچستان صوبايي حکومت لا تر اوسه په چمن کې د نوي پرلت پيلېدو په غبرګون کې څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې دريځ درلود چې د افغانستان او پاکستان تر منځ يې د سفر لپاره د ويزې او پاسپورټ شرط د امنيتي او اقتصادي ستونزو لهه امله اعلان کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG