د لاس رسي وړ اتصالات

​پاکستان په امریکا کې پر خپلو دیپلوماتانو د تگ راتگ محدودیت تائید کړی  


په واشنگټن ډي سي کې د پاکستان سفارت
په واشنگټن ډي سي کې د پاکستان سفارت

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن پنجشنبه (اپریل ١٩) یوې خبري خبري غونډې وویل "واشنگټن، اسلام آباد ته په رسمي توگه د پاکستاني دیپلوماتانو په سفر باندې د محدودیتونو لگولو خبر ورکړی دی. هغه دا هم وویل چې دغه اقدام دوه اړخیزه دی او هیله ده چې دا مسله ډیر ژر حل شي".

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دمخه پر پاکستاني دیپلوماتانو باندې د سفر کولو د محدودیتونو لگول رد کړي وو، خو ویلي یې وو چې ښایي په راتلونکې کې دا ډول اقدام وشي.

پاکستاني رسنیو هم رپوټ ورکړی چې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت پاکستاني مقاماتو ته یو یاداشت سپارلی چې په واشنگټن ډي سي کې د پاکستان د سفارت او په نورو ښارونو کې ددې هیواد د قونسلگریو دیپلوماتان به د ٢٠١٨ کال د مۍ له لومړۍ نیټې څخه پرته له اجازې له ۴٠ کیلو متره واټن اخوا سفر کولو څخه منع کړای شي.

په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تماس شنون د امریکا غږ اوزبکي څانگې سره په مرکه کې په پاکستاني دیپلوماتانو باندې ددې ډول محدودیتونو لگول رد کړي، خو ویلي یې دي چې دا ډول تصمیم نیول به "دوه اړخیزه ماهیت" ولري.

ښاغلي شانون وویل "په [پاکستان] کې زمونږ دیپلوماتانو باندې د سفر کولو محدودیت وضع شوی او د حکومت له خبرولو پرته له ټاکل شوي واټن وړاندې سفر نشي کولای. دا یو متقابل اقدلم دی ... او دا کار په دیپلوماسۍ کې یو عادي کار دی".

پدې ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې د "دوه اړخیز اقدام" نه د ښاغلي شنون هدف پر پاکستاني دیپلوماتانو باندې د گرځیدو راگرځیدو محدودیت لگول ندي بلکه د دواړو هیوادونو ترمنځ پراخو مسایلو ته اشاره ده.

XS
SM
MD
LG