د امریکا لوی څارنوال وايي چې د امریکا حکومت به د ژورنالیستانو په گډون هر هغه څوک په نښه کړي چې د حکومت پټ معلومات افشا کړي.
ښاغلي جف سیشنز، په دې هکله وویل "مونږ هغه عمده رول ته چې رسنۍ یې لوبوي درناوی کوو، خو د هغوی {رول} نامحدود ندی."
د امریکا د متحده ایالاتو د سري یا پټو معلوماتو بربنډول پخوا هم موجود وو، خو د ښاغلي سیشنز څرگندونې په داسې وخت کې کیږي چې په دې وروستیو میاشتو کې رسنیو ته د امریکا د حکومت د پټو معلوماتو د افشا کیدو درز زیات شوی دی.
ښاغلي سیشنز ویلي دي چې د امریکا د عدلیه چارو وزارت د ژورنالیستانو پخوانۍ کړنلاره څیړي او دا کار د هغو مسانو په اړه د پلټنو د اقداماتو یوه برخه ده چې د امریکا د حکومت پټ معلومات افشا کوي.
د رسنیو د آزادۍ ملاتړي وایي چې ددې یوې کړنلارې شتون ژورنالیستانو ته ددې موقع ورکوي خپل هغه رپوټونه چې د محرمو او پټو منابعو نه یې ترلاسه کوي، خپاره کړي.
د ژورنالیستانو د ساتنې کمیټه چې مقر یې په نیویارک کې دی وایي د ژورنالیستانو د احضار کولو مقرراتو محدودول به پر رسنیو باندې منفي اغیز وکړي.
د ژورنالیستانو د ساتنې د کمیټې رئیس الکس الیربک، په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د ژورنالیستانو او د هغوی د منابعو ترمنځ د محدودیتونو لگول به ددې سبب شي چې امریکایان ونشي کړای د خپلو انتخاباتي مشرانو سره د هغوی د اعمالو په اړوند حساب کتاب وکړي.
د امریکا د سنا مجلس د یو رپوټ له مخې د امریکا حکومت سپینې ماڼۍ ته د ښاغلي ټرمپ د رسیدو په لومړیو څلورو میاشتو کې هره ورځ د یو پټ سند د افشا کیدو سره مخامخ شگوی دی.
د سنا په رپوټ کې راغلي چې د جمهور رئیس ټرمپ د واکمنۍ په لومړیو ١٢٦ ورځو کې په مجموعي توگه ۱۲۵ ځلې د متحده ایالاتو د ادارې سري معلومات افشا شوي دي چې کولای شي بالقوه د امریکا ملي امنیت له خطر سره مخامخ کړي.
په دې رپوټ کې ویل شوي چې د افشا شویو معلوماتو په جمله کې ۷۸ ځلې هغه معلومات شامل دي چې د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې د روانو پلټنو په اړه دي.