د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د اوکراین له جمهور رئیس سره د ټلفوني مکالمې دفاع وکړه


یو شمیر خبریالانو د ملګرو ملتونو د غونډې ودانۍ ته نږدې له ټرمپ څخه پوښتنې وکړې
یو شمیر خبریالانو د ملګرو ملتونو د غونډې ودانۍ ته نږدې له ټرمپ څخه پوښتنې وکړې

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په نیویارک کې یو شمیر خبریالانو سره دا تائید کړه چې د اوکراین له جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي سره یې د هغه څه په اړه چې دی یې د بایډن پورې اړوند فساد ګڼي خبري کړي دي.

خو ښاغلي ټرمپ وویل په دې تلفوني اړیکه یې غلط کار کړی ندی:" بایډن د شرم وړ کار کړیدی. د هغه زوی هم د شرم وړ کار کړیدی. زوی یې له اوکراین څه پیسې اخیستي، زوی یې له چین څخه پيسې اخیستي."

جمهور رئیس د خپلو څرګندونو د تائید لپاره خاص جزیات وړاندې نکړل.

دا جنجال تیره اوونۍ وروسته له هغه راپورته شو په استخباراتي اداره کې یو ناڅرګند کس له یوه بهرني مشر سره د ټرمپ د تلفوني اړیکې د محتوا په اړه خبر ورکړ.

رسنو وویل دا اړیکه ممکن د زینلنسکي سره وي.

شکایت کوونکي ويلي چې ډانلډ ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر فشار راوړی چې په ټاکنو کې د ټرمپ د سیال جوبایډن د زوی د تجارتي معاملاتو په اړه تحقیقات وکړي.

بایډن د انتخاباتي کمپاین پرمهال بیرته ځواب ورکړ. هغه وویل: " ټرمپ ددې لپاره دا کار کوي چې پوهیږي زه به هغه په ټاکنو کې هغه مات کړم، هغه له قدرت څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د خپل واک څخه کار اخلی او زما د نوم د بدولو هڅه کوي."

دیموکراتان اوس ددې ناڅرګند کس معلوماتو ته د لاسرسي غوښتنه کوي. خو سپینه ماڼۍ یې مخه نیسي.

یو شمیر دیموکراتان وايی پکار ده پر ولسمشر ټرمپ په اداره کې په نامناسب سلوک متهم شی او د تحقیقاتو غوښتنه کوي چې آیا له زیلینسکي سره د ټرمپ ټلفوني اړیکې له اوکراین سره د ۲۵۰ میلیونو ډالرو نظامي مرستې د موقتي ځنډیدو په اړه د سپینې ماڼۍ له پریکړې سره ارتباط لري که نه.

اوکراین ته دا مرسته ددې لپاره ورکول کیږي چې له خپل ګاوندي دښمن روسیې څخه ځان وساتي.

ټاکل شوېده ټرمپ او زیلنسکي روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو د سرمشریزې پرمهال جلا ملاقات وکړي.

XS
SM
MD
LG