د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په ویشتلو سره "لویه تیروتنه کړېده"


د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ نن پنجشنه د ( جون په ۲۰ مه ) د ایران له خوا د یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د ویشتل کیدو په غبرګون کې ویلي چې "ایران لویه تیروتنه کړې ده."

ښاغلي ټرمپ له پيښې څو ساعته وروسته په یوه ټویټ کې ویلي چې ( ایران ډیره لویه تیروتنه کړې ده). واشنګټن وايي د امریکا دغه بې پیلوټه الوتکه په نړیواله فضا کې ویشتل شوې ده.

امریکايي چارواکو د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د ویشتل شوي الوتکې ټوټې په نړیوالو اوبو کې موندل شوي او له دې څخه ښکاري چې الوتکه د ایران هوايي حریم ته نه وه داخله شوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن پنجشنبې په خپل ټویټر ویلي د امریکا متحده ایالتونه له دې چې وايي بې پیلوټه الوتکه یې په نړیوالو اوبو کې ویشتل شوې، درواغ وايي.

ښاغلي ظریف زیاته کړې تهران به دا موضوع د ملګرو ملتونو سره شریکه کړي.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ویلي چې د ایران په وړاندې د امریکا د هر ډول ځواک کارول به د سیمې لپاره ناورین وي.

ښاغلي پوټین ویلي: "زه غواړم ووایم دا به لږ تر لږه د سیمې لپاره یو ناورین وي. ځکه دا به د تاوتریخوالي د ډیریدو او احتمالا له سیمې څخه د خلکو د کډوالۍ لامل شي."

د امریکا او ایران ترمنځ تاوتریخوالی په داسې حال کې مخ په زیاتیدو شو چې ایراني پوځیانو نن پنجشنبې سهار د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه وویشتله.

ایرانیان وایې چې الوتکه د هرمزګان په فضا کې روانه وه چې ووېشتل شوه. دغه سیمه د هرمز تنګي ته نږدې ده چې اکثریت نړیوالې تجارتي کشتۍ پرې تګ راتګ کوي.

د ایران د انقلابي ګارد قوماندان جنرال حسین سلامي نن وویل چې ایران له هیڅ هیواد سره د جنګ کولو نیت نه لري خو جګړې ته په پوره توګه چمتو دی.

ښاغلي سلامي زیاته کړه ددغې بې پیلوټه الوتکې ویشتل روښانه پیغام رسوي چې هیواد یې د خپلو سرحداتو دفاع کولی شي.

XS
SM
MD
LG