د لاس رسي وړ اتصالات

د بریا برسیره په موصل کې بمبارد دوام لري


A worker prepares bitumen and rock mixtures to be used to repair a road in Dhaka, Bangladesh.
A worker prepares bitumen and rock mixtures to be used to repair a road in Dhaka, Bangladesh.

د موصل په زاړه ښار کې د داعش په ځینو مورچلونو باندې د سې شنبې په ورځ (جولاې١١) هم هوایي عملیات دوام درلود.

د بښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ (جولای١١ ) د یو راپور په خپرولو وویل چې د موصل د جگړې په اړه یې داسې دوسیې تشخیص کړي چې گواکې عراقي ځواکونه او د امریکا په مشرۍ پوځي ائتلاف د بشري نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده چې کیدای شي جنگي جرایمو کې حساب شي.

د موصل په جگړې کې په زرگونه خلک وژل شوي او شاو خوا ٩٠٠،٠٠٠ خلک، چې د دې سیمې یو غټ شمیر دی، بې ځایه شوي.

د ملگرو ملتونو په وینا ٧٠٠،٠٠٠ خلک اوس هم بې ځایه دي. د موصل خلک له نهو میاشتو کلکو جگړو او هوایي عملیاتو وروسته د راتلونکې په اړه هیله مند دي.

د موصل یو بې ځایه شوی، احمد جوبیري وایي"مونږ به انشالله بیرته خپلو کورو ته ستانه شو او د پخوا په ځیر به ژوند وکړو. ټول به بیرته د ورونو په شان ژوند وکړي. د مسلمان عیسوي، یزدي یا عرب، شعیه او سني ترمنځ به فرق نه وي."

بل بې ځایه شوی خلف عبدالحمید بیا وایي "زما کور د ائتلاف په بمبارد کې ولگیدو ځکه چې داعش پکې وو. دویم پوړ نړیدلی او اول پوړ زما او د کورنۍ لپاره مې کافی ندی، زه دلته پاتې کېږم تر څو چې امنیتي وضعیت لږ ښه شي."

د ملگرو ملتونو په وینا د موصل په جگړې کې تقریباً نهه سوه زره خلک بې ځایه شوي
د ملگرو ملتونو په وینا د موصل په جگړې کې تقریباً نهه سوه زره خلک بې ځایه شوي

د موصل جگړې دا ښار ډیر زیانمن کړی، بمبارد او ډزو، ټولې ودانۍ نړولي. تر اوسه مالومه نده چې د موصل بې ځایه شوي خلک به چیرته ستنیږي.

د موصل د نیولو کمپاین تیر کال اوکتوبر کې د عراقي حکومت د سل زره قوي متحدینو سره چې پکې کردي پیشمرگه جنگیالي، شعیه ملیشې او د امریکا په مشرۍ ائتلاف چې په بمبارد کې مهم رول لوبولی، شامل و.

د عراق صدراعظم پرون یو ځل بیا موصل ته لاړ او پر داعش د بری اعلان وکړ او زیاته یې کړه "مونږ د ټولو هیوادونو څخه مننه کوو چې مونږ سره یې د داعش او ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې او د عراقي ځواکونو په روزنه، لوژستیک او هوایي عملیاتو کې مرسته کړې ده. مونږ اوس د ثبات د ساتلو، بیا رغاونې او د داعش د تصفې لپاره بل ماموریت لرو."

د عراق صدراعظم چې د عراق بیرغ یې په لاس کې نیولی د موصل د بشپړ بریا اعلان وکړ
د عراق صدراعظم چې د عراق بیرغ یې په لاس کې نیولی د موصل د بشپړ بریا اعلان وکړ

خو د داعش تندلاري چې په درنو وسلو سمبال دي اوس د امام غربي کلی نیولی دی چې د موصل په ٧٠ کیلومترۍ کې د تکرس د سیند په غاړې پروت دی.

په عراق کې د ائتلافي عملیاتو امریکایی قوماندان، ډگر جنرال ستیفن تاوسند د دې بریا په اړه وویل: "اشتباه مکوئ دا بریا یوازې داعش له منځه نه وړي، کلکه مبارزه لا په مخ کې ده. خو داعش ته د هغوی د خلافت مرکز له لاسه ورکول لویه ضربه ده. نړیوال ائتلاف خپل عراقي ملگرو ته تر هغه مرستو ته دوام ورکوي چې داعش په عراق کې له منځه لاړ شي."

په واشنگتن کې د سپنیې مانۍ د ویاند مرستیاله سارا هکبي ساندرس د موصل په اړه د جمهور رئیس ترمپ پیغام داسې ولوست.

"په موصل کې بریا چې یو وخت داعش د خپل د خلافت مرکز بالو، د دې نښه ده چې په عراق او سوریې کې د داعش ورځې په پای ته رسیدو دي."

عراقي کارپوه احسان ال شمري وایي د موصل ازادیدل به په سوریې کې هم د داعش په ماتې مثبته اغیزه وکړي. ځکه چې د هغه په اند د سوریې په سرحد باندې د کنترول له لاسه ورکول د تندلارو ډلو د پرمختگ اساسي لامل دی.

XS
SM
MD
LG