د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: سوداگریزې شخړې د امریکا په گټه دي


د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د فولادو او المونیمو په واردولو د گمرکي تعرفو د لگولو په هکله د خپل پلان نه دفاع وکړه او وویل چې د تجارتي مناقشې نه به امریکا گټه واخلي.

ښاغلي ټرمپ وویل "کله چې یو هیواد { د امریکا متحده ایالات} د هر هغه هیواد سره چې سوداگریزې اړیکې لري په میلیاردونو ډالر بایلي تجارتي جگړه ښه ده او په {داسې یوه جگړه} کې بریالي کیدل اسانه دي".

ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې په روانه اونۍ کې پر وارداتي فولادو باندې ۲۵ فیصده او المونیمو باندې ١٠ فیصده گمرکي تعرفې وضع کوي.

ښاغلي ټرمپ د خصوصي شرکتونو سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې د امریکا د فولادو او المونیمو صنعت بیا رغوي. په دې غونډه کې جمهور رئیس ټرمپ وویل چې د شمالي امریکا د آزادې سوداګرۍ ( (NAFTAموافقه او نړیوال تجارتي سازمان د امریکا لپاره "بدې پایلې" لري.

په ٢٠١٧ کال کې د امریکا متحده ایالاتو د خپلې اړتیا وړ ٥٠ فیصده فولاد او المونیم د څلورو هیوادونو کاناډا، جنوبي کوریا، مکسیکو او برازیل نه وارد کړي چې له دې جملې نه په دې موده کې یې له چین نه یواځې دوه فیصده فولاد وارد کړي دي.

د ښاغلي ټرمپ څرگندونو اندیښنې رامنځ ته کړي چې کیدای شي د امریکا د اوسنۍ ادارې اقدام د فتجارتي شخړو" سبب شي او نور هیوادونه چې د امریکا سره تجارتي معاملې لري کیدای شي ورته اقدامات وکړي.

د اروپا غبرگون

د اروپا د اتحادیې د کمیسیون رئیس ژان کلود جونکر، د گمرکي تعارفو د وضع کولو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ څرگندونې وغندلې او ټینگار یې وکړ چې دا ډول اقدام "د امریکا د داخلي تولیداتو د ساتنې په مقصد څرگنده مداخله" ده.

ښاغلي جونکر همداشان وویل چې که جمهور رئیس ټرمپ د گمرکي تعرفو وضع کول عملي کړي اروپایي اتحادیه به په ورته اقداماتو لاس پورې کړي.

په دې ترڅ کې د کاناډا حکومت ویلي دي چې که متحده ایالات پر فولادو او المونیم باندې محدودیتونه وضع کړي هغه هیواد به "لازم اقدامات" وکړي چې د کاناډا تجارتي گټې او خپلو کارگرانو ګټې تامین کړي.

له بلې خوا د امریکا د موټرو د تولید د شرکتونو انجمن ویلي دي چې که د گمرکي تعرفو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ پلان عملي شي د موټرو بیې به "په پام وړ" اندازه لوړې شي.

د امریکایي موټرو یو نندارتون
د امریکایي موټرو یو نندارتون

د سپینې ماڼۍ یوې ویاندې سارا هاکبي سندرز، ویلي دي چې د جمهور رئیس ټرمپ تصمیم "د هیچا لپاره د تعجب وړ ندی" ځکه ښاغلی ټرمپ د "څو لسیزو" راهیسې د خپل تجارتي پلان په اړه خبرې کړې دي.

همداشان د امریکا د استازو د مجلس د رئیس پال راین، یو ویاند ویلي دي چې ښاغلی راین هیله من دی چې جمهور رئیس ټرمپ د خپل پلان "ناغوښتي" عواقب وڅیړي او له پلي کیدو دمخه یې نور انتخابونه په پام کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG