د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ او عبدالله ملاقات : ډونالډ ټرمپ لا هم د غزې اخیستل غواړي


د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سه شنبه فبروري ۱۱ ( سلواغې ۲۳) په سپینې ماڼۍ کې د اردن د باچا عبدالله سره په ملاقات کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د امریکا سره د غزې تر لاسه کولو کي د مرستي په خاطر ، اردن باید فلسطینیانو ته د تل لپاره ځای ورکړي.

ټرمپ وویل چې دا به د منځني ختیځ لپاره ښه پلان وي.

د امریکا مشر د خپل پلان په هکله په خبري کنفرانس کې چې د اردن باچا هم ورسره ناست و وویل، " تاسو به پرمختګ وګورئ. هر څه به وشي. دا ډیر پیچلي ندي. تاسو به د لومړي ځل لپاره په منځني ختیځ کې ثبات ووینئ او فلسطینیان، یا خلک چې اوس په غزې کې اوسیږي، په بل ځای کې به ښایسته ژوند وکړي. هغوي به خوندي ژوند ولري".

سره لدې چې د اردن، مصر او یو شمیر نورو عربي هیوادونو مشرانو د ډونالډ ټرمپ پلان رد کړی خو ښاغلي ټرمپ په خبري کنفرانس کې وویل چې د غزې فلسطینیان به په اردن ، مصر او یا داسې ځای کې ژوند وکړي چي د هغوي لپاره ټاکل کیږي.

د اردن باچا بیا پرته لدې چې په خبري کنفرانس کې ووایي د ډونالډ ټرمپ غوښتنې په مقابل کې څه ډول پلان لري، یوازې دومره وویل چې د غزې لپاره مصر او نور عربي هیوادونه یو پلان لري او زیاته یې کړه چې د سعودي عربستان ولیعهد، محمد بن سلمان دې هیوادونو ته بلنه ورکړې چې داسې یو حل لارې باندې خبرې وکړي چې د ټولو په ګټه وي.

باچا عبدالله زیاته کړه چې د امریکا د جمهور رئیس سره به "په زړه پورې خبرې ولري" او دا یې هم وویل چې هیواد به یې په سمدستي توګه له غزې څخه ۲ زره ماشومان ومني چې د سرطان او نورې ناروغۍ لري.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس چې د څو اوونیو راهیسې د غزې اخیستو خبرې کوي، د سه شنبې په ورځ یې وویل چې دا تړانګه په پیسو نه اخلي خو د خپل پلان جزیات یې ورنکړل.

جمهور رئیس ټرمپ وویل، " مونږ به یې ولرو او مونږ به یې وساتو او د دې ډاډ به ورکړو چې هلته به سوله وي او هلته به هیڅ ستونزه نه وي او هیڅوک به پدې هکله پوښتنې ونلري".

د امریکا د متحدو او مخالفو هېوادونو مشرانو د جمهور رئیس دا وړاندیز رد کړی.

بریتانیا، چین، جرمني، ایرلنډ، روسیې او هسپانیا ویلي چې په منځني ختیځ کې د دوو دولتونو د حل لارې ملاتړ ته دوام ورکوي – دا چې یو خپلواک فلسطیني دولت جوړ شي او غزه او د اسرائیل تر اشغال لاندې لویدیځه غاړه پکې شامله وي.

په منځني ختیځ کې د امریکا متحد او د تیلو د زیرمو لرونکي شتمن هېواد، سعودي عربستان هم سخت غبرګون ښودلی او په یو بیان کې یې ویلي چې د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو غوښتنه د سعودي عربستان "ټینګ او ثابت دریځ" دی.

ټرمپ او عبدالله داسې مهال کتلي چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو خبرداری ورکړی که د حماس ډله برمته شوي کسان د شنبې تر ورځې پرې نږدي، په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند به پای ته ورسیږي.

د حماس ډلې تیره ورځ ویلي و چې په غزې کې د اسرائیل سره د اوربند تړون له مخې د برمته شویو کسانو خوشې کیدل تر بل امر پورې ځنډوي او په اسرائیل یې تور پورې کړ چې د اوربند له شرایطو یې سرغړونې کړیدي.

د حماس نظامي څانګې یو ویاند ابو عبیده په یوې اعلامیې کې پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، ویلي چې د برمته شویو کسانو خوشې کیدل چې ټاکل شوې وه د روانې فبروري میاشتې په ۱۵ مې نیټې وشي، تر بل امر پورې ځنډول شویدي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د برمته شویو کسانو تبادلې به تر هغې ځنډیدلي وي تر څو اسرائیل خپلې هغه ژمنې نه وي پر ځای کړی چې په غزې کې د اوربند په تړون کې یې کړیدي. د حماس دې جګپوړي چارواکي نور جزیات ندي ورکړي.

نیتنیاهو ویلي چې د اسرائیل پوځ ته یې امر کړی چې د غزې تړانګه کلابنده کړي.

د اسرائیل مشر د خپلې پریکړې په هکله چې د هغه په قول په کابینې کې د رایو په غوڅ اکثریت منظوره شوې وویل، " که د حماس ډله زمونږ برمته شوي د شنبې تر ماسپښنه راستانه نکړي، اوربند به لغوه شي او د اسرائیل دفاعي ځواکونه به شدیدې جګړې ته ستانه شي تر څو د حماس ډله ماته شوې نه وي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG