د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: هیڅوک فلسطینیان له غزې څخه نشي شړلی


غزې کې تر اوربند وروسته ګڼ شمیر خلک بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي.
غزې کې تر اوربند وروسته ګڼ شمیر خلک بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان یکشنبه فبروري نهمه ( سلواغې ۲۱) له غزې څخه د فلسطینیانو ایستلو لپاره د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پلان رد کړ او وې ویل چې هیڅوک لدې تړانګې څخه فلسطینیان نشي شړلی.

ښاغلي اردوغان وویل، " هیڅوک دا قدرت نلري چې د غزې ولس د هغوي له دایمي ټاټوبي څخه وباسي کړي چې هلته زرګونه کاله کیږي چې پراته دي".

د ترکیې مشر په خبري کنفرانس کې همدارنګه وویل چې غزه، لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس د فلسطینیانو پورې اړه لري.

تر اردوغان وړاندې د یو شمیر عربي هیوادونو چارواکو هم له غزې څخه د فلسطیني کډوالو بې ځایه کیدل رد کړي و. د مصر، اردن، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر لوړ پوړو دیپلوماتانو په قاهره کې د یوې غونډې په ترڅ کې د فلسطینیانو هر ډول جبري بې ځایه کول رد کړل.

دغو لوړپوړو عربي دیپلوماتانو په دې اعلامیه کې ټینګار کړی چې دوی د جوړجاړي،‌ شړلو،‌ د کورونو ویجاړولو، یو ځای کېدو،‌ بې ځایه کېدو،‌ په بل ځای کې د مېشتېدو لپاره د سیمې تخلیې او له خپلو سیمو څخه د وتلو لپاره هڅونې په ګډون ټولې هغه لارې چارې ردوي چې له امله یې فلسطینیان له خپلې خاورې څخه جلا کېږي.

په عین حال کې د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د یکشنبې په ورځ په یو تلویزیوني بحث کې وویل چې له غزې څخه د فلسطیني کډوالو بل ځای کې میشت کول، "نه منل کیدونکي او نړیوال قانون څخه سرغړاونه" ده.

بریتانیا، چین، جرمني، ایرلنډ، روسیې او هسپانیا ویلي چې په منځني ختیځ کې د دوو دولتونو د حل لارې ملاتړ ته دوام ورکوي – دا چې یو خپلواک فلسطیني دولت جوړ شي او غزه او د اسرائیل تر اشغال لاندې لویدیځه غاړه پکې شامله وي.

ښاغلي ټرمپ د روانې فبروري میاشتې په څلورمې نیټې د اسرائیل د صدراعظم سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې، متحده ایالات به د غزې تړانګه تر لاسه کړي، پدې تړانګې کې میشت فلسطینیان به په نورو هیوادونو کې میشت کړي او غزه به د منځني ختیځ په ترټولو ښایسته سیاحتي سیمه بدله کړي.

په منځني ختیځ کې د څو لسیزو راهیسې د روان بحران د هوارولو لپاره د دوو دولتونو د تشکیل حل لاره، په دې اړه د متحده ایالاتو د تګلارې اساس جوړوي، که څه هم اسرائیل ددې حل لارې مخالفت کوي.

په منځني ختیځ کې د امریکا متحد او د تیلو د زیرمو لرونکي شتمن هېواد، سعودي عربستان هم سخت غبرګون ښودلی او په یو بیان کې یې ویلي چې د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو غوښتنه د سعودي عربستان "ټینګ او ثابت دریځ" دی.

د استرالیا صدراعظم انتوني البنیز هم د دوو دولتونو د حل لارې څخه د استرالیا د ملاتړ په اړه ویلي: "د تیر کال او لس کاله پخوا په څېر، نن هم د استرالیا دریځ همدا دی."

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ تازه د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا وویل چې د غزې اخیستو او مالکیت تر لاسه کولو لپاره ژمن دی او تر څنګ یې دا هم ویلي چې د دې تړانګې ځینې برخې ښایي په منځني ختیځ کې نورو دولتونو ته ورکړل شي چې په بیارغونې کې یې مرسته وشي.

د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس هم ویلي‌ چې د ټرمپ وړاندیز به "د نړیوالو قوانینو څخه جدي سرغړونه" وي او په ملګرو ملتونو یې غږ کړی چې "د فلسطیني خلکو او د هغوی د جایزو حقونو ساتنه وکړي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG