د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د سه شنبې په ورځ، فبروري ۱۱ (سلواغه ۲۳)، پر حماس غږ وکړ چې په غزه کې د اوربند د تړون له مخې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه پر خپلې ژمنې ودریږي.
ګوتېرش په ایکس کې په خپاره شوي یو پوسټ کې ویلي: "موږ باید په هر قیمت په غزه کې د جګړې له بیا پیل کېدلو مخنیوی وکړو ځکه چې دا به د یوې لویې غمیزې لامل شي."
هغه له حماس څخه غوښتي چې د پلان سره سم، د یرغملو شویو کسانو خوشې کولو ته دوام ورکړي. ګوټیرش زیاته کړې: "دواړه اړخونه باید د اوربند په تړون کې پر خپلو ژمنو بشپړ عمل وکړي او جدي خبرې اترې بیا پیل کړي."
د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له مخې چې د جنوري په ۱۹مه نافذ شوی، په غزه کې ۱۵ میاشتنۍ جګړه تر ډیره حده درېدلې ده او د اسرائیل له توقیف څخه د سلګونو فلسطینیانو د خوشې کېدو په بدل کې، حماس په پنځو پړاوونو کې یرغمل کسان خوشې کړي دي.
خو د دوشنبې په ورځ، د حماس وسله والې څانګې، عزالدین القسام، وویل چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو راتلونکی پړاو چې د شنبې د ورځې لپاره پلان شوی و، "تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوی دی."
د حماس وسله والې څانګې پر اسرائیل تور لګولی چې غزې ته د مرستو د پرېښودو په ګډون، د اوربند د تړون له مخې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی دی. حماس یادونه کړې ده چې د یکشنبې په ورځ په غزه کې درې کسان وژل شوي دي.
حماس وروسته وویل چې د یرغمل شویو کسانو په خوشې کولو کې د ځنډ راتللو اعلان یې ددې لپاره پنځه ورځې وړاندې کړی دی، ترڅو د سولې د خبرو منځګړو ته ددې فرصت برابر وي چې له اسرائیل سره خبرې وکړي او ورباندې فشار راوړي چې د اوربند تړون ته غاړه کښیږدي.
د حماس ددغه اعلان وروسته اسرائیل وویل چې د دوی پوځ د "هرې احتمالي سناریو" لپاره چمتو دی. دا فشار وروسته له هغه نور هم زیات شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې که د شنبې تر غرمې پورې ټول اسرائیلي یرغمل خوشي نه شي، د اوربند د پای ته رسولو غوښتنه به وکړي.
ټرمپ له دې مخکې، وړاندیز کړی وو چې نورو هېوادونو ته د غزې تړانګې د اوسېدونکو له دایمي لیږدېدو وروسته به امریکا ددغې تړانګې واک واخلي او د منځني ختیځ په ترټولو ښکلې سیاحتي سیمې به یې بدله کړي.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د خپلو ښي اړخو سیاسي متحدینو تر سخت فشار لاندې دی چې له حماس سره د اوربند له لومړۍ مرحلې وروسته د دغې ډلې چې د امریکا لخوا د تروریستي ډلو په لیست کې شامله ده، د ماتولو لپاره بیا جګړه پیل کړي. نتنیاهو د هغو اسرائیلیانو له فشار سره هم مخ دی چې غواړي اوربند دوام وکړي او پاتې یرغمل عزیزان یې کور ته ستانه شي.
حماس د شنبې په ورځ درې یرغمل خوشې کړل او په بدل کې یې ۱۸۳ فلسطیني بندیان د اسرائیل له زندانونو څخه خوشې شول. دا تیره میاشت د اوربند له پیل راهیسې د یرغملو او بندیانو د تبادلې پنځم پړاو و.
په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې پر اسرائیل باندې د حماس له برید څخه وروسته پیل شوه. په دغه برید کې، د اسرائیل د معلوماتو له مخې، ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول. په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیایی چارواکو په وینا، د اسرائیل په ځوابی بریدونو کې له ۴۷ زره څخه ډیر فلسطینیان وژل شوي، چې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي. اسرائیل وايي په وژل شویو کې ۱۷۰۰۰ وسله وال شامل دي.
ددې راپور ځینې معلومات له اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه