د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د ماشومانو د خپلو میندو او پلرونو نه، د نه بیلولو امر وکړ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په ٢٠ نیټه د امریکا_میکسیکو په سرحد د ماشومانو د خپل مورپلار نه د بیلولو پریکړه بیرته واخیسته.

د هغې نه وروسته چې د امریکا-میکسیکو په سرحد په پنجرو یا قفس کې د بندو ماشومانو عکسونو سخت غبرگون وپاروه، ولسمشر ټرمپ د اجرایوي فرمان په لاسلیکولو دغه پریکړه بیرته واخیسته.

د ولسمشر ټرمپ د دغه فرمان په اساس به اوس د امریکا په سرحد نیول شوې غیزقانوني مهاجر د خپلې کورنۍ سره یوځاې توقیفیږي. دغه کسان به تر هغه پورې په توقیفخانو کې وي ترڅو چې یې قضیه په مکمله توگه سر ته نه وي رسیدلي.

د ولسمشر ټرمپ دغه غیرمعمولي پریکړه د غیرقانوني مهاجرو په اړه د هغه لس هفتې زړه د "نه زغم" تگلاره نه بدلوي.

ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د اجرایوي فرمان د لاسلیکولو په مهال وویل چې دا د کورنیو د یو ځاې ساتلو په اړه دی، او سره سره به مونږ دا یقیني کوو چې زمونږ د ملک سرحدونه پیاوړي او قوي وي.

په امریکا کې د تیرو څو ورځو س نه په ټولنیزو رسنیو د هغو ماشومونو عکسونو چې په قفس کې پراته دي او په خپلو مورپلار پسې ژاړي، سخت عکس العمل وپاروه. نه یواځې په امریکا کې دننه بلکه په ټوله نړۍ کې خلکو په امریکا غږ وکړ چې دغه قانون دې بدل کړي.

XS
SM
MD
LG