د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ هیله لري د ایران په اتومي تاسیساتو د برید مخه ونیسي


د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ جنوري ۲۳ (سلواغې څلورمه) وویل چې هیله لري د ایران په اتومي پروګرام باندې د پوځي بریدونو مخه ونیسي، اسرائیل له ډېر پخوا څخه په ایران پوځي برید د یو انتخاب په توګه په پام کې نیولی.

خبریالانو له ټرمپ څخه وپوښتل چې د ایران په اتومي تاسیساتو باندې د پوځي بریدونو حمایت کوي، هغه وویل چې په دې اړه به «له لوړ پوړیو خلکو» سره وغږیږي، خو د چا نوم یې وانخیست.

هغه په دې اړه زیاته کړه چې دا مسئله، پرته له دې چې په اړه یې اندېښنه وشي، حل کېدای شي. هغه د پوځي اقدام په اړه وویل: «دا به ډېر ښه وي چې تر نورو اقداماتو مخکې دا حل شي.»

ټرمپ په دیپلوماتیکې برخې کې د ایران په اړه وویل چې ایران به یوې معاملې ته رسېږي او که ونه رسېده هم، د هغه فکر ستونزه نه شته.

ټرمپ په خپل لومړي دور کې، د ایران او نړۍ د زبر ځواکونو ترمنځ د اتومي تړون څخه ووت او‌ په ایران باندې یې نور بندیزونه هم ولګول. داسرائيل صدراعظم نتنیاهو د ټرمپ دا کار ستایلی و، نتنیاهو د ایران حکومت یو موجود ګواښ بولي.

ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې د هغه برید لارښوونه هم کړې وه، چې د ایران لوړ پوړی جنرال قاسم سلیماني یې په بغداد کې وواژه، خو د نورو پوځي اقداماتو څخه یې ډډه وکړه. ټرمپ په دویم ځل د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته، له هغو سلاکارانو څخه ځان لېرې ساتلی دی چې د ایران په ضد یې تهاجمي اقدامات غوره کړي وو.

د نیویارک ټایمز د راپور په اساس، د ټرمپ نژدې متحد او میلیاردر ایلن ماسک له ټاکنو وروسته د ایران له یو لوړ پوړي چارواکي سره خبرې کړې،‌ چې د شخړو مخه ونیول شي.

تر دې مخکې ایراني مقاماتو هیله ښودلې وه، چې د ټرمپ په مشرۍ د امریکا د نوي حکومت چلند «واقعبینانه» وي او د سیمې د هېوادونو ګټو ته درناوی وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG