د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: ټرمپ د ایران د اټومې موافقې نه وځي


د امریکا ولسمشر به په یو څو ورځو کې د ایران سره د اتومي وسلو د مخنیوې په سر د موافقې د نه تائیدولو اعلان وکړي. دغه موافقه د امریکا پخواني ولسمشر براک اوباما د ایران د حکومت سره په ٢٠١٥ کال کې لاسلیک کړي وه.

د ولسمشر ټرمپ د اعلان نه وروسته به د امریکا کانگرس دا فیصله کوي چې ایا په ایران باندې بندیزونه بیا ولگوي او کنه.

داسې اندازه ده چې ولسمشر ټرمپ به د اکتوبر د ١٥ نیټې پورې دغه اعلان وکړي خو سپینه ماڼۍ وايي چې کیدای شي د موافقې د ختمولو اعلان د دغې نیټې نه هم مخکې وشي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سینډرز وویل "ولسمشر د ایران په هکله فیصله کړیده او اوس دا باوري کوي چې د دې مسلې لپاره یوه جامعه پالیسي ولرو. په دغه پالیسۍ کې به نه یواځې یو اړخ ته بلکه ټولو اړخونو ته وکتل شي او د ایران په رول به هم مفصل غور وشي."

ولسمشر ټرمپ تیره میاشت د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل "د ایران سره د اتومي پروگرام د مخنیوي په اړه تړون یواړخه او بیکاره تړون دی، چې امریکا لاسلیک کړیدی."

ولسمشر ټرمپ حتی وویل چې دغه موافقه د امریکا لپاره د شرم وړ ده.

له بلې خوا اروپایي ملکونه په خاص ډول برتانیه غواړي چې امریکا د ایران سره دغه موافقه نه ختموي. د برتانیې صدراعظمي ټریسا می د سه شنبې په ورځ ټرمپ ته ټیلفون وکړ او ورته یې وویل چې برتانیه د ایران سره دغه موافقې ته ژمنه ده.

XS
SM
MD
LG